د اجرایوي رییس پیغام

د ملي پراختیا شرکت د کرهنې، استوګنځایونو، انرژۍ، تولید، ودانتیا او نورو چارو په برخو کې د باکیفیته او باثباته زیربناوو د مثمریت په موخه؛ د پرمختګ، پراختیا، صنعتي کیدو، اقتصادي او سوداګریزې ودې، کاري فرصتونو د رامینځته کولو او په ټولیز ډول د هیواد د پرمختګ او هوساینه لپاره جوړ شوی دی.

بیشتر بدانید

د ملي پراختیا شرکت په یوه لید کې

د ملي پراختیا شرکت د ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ نیټې د جمهوري ریاست د (۲۸) شمیرې حکم په اساس د پراختىايي پروژو او پروګرامونو د هرڅه بهتره پلې کولو، د پراختيايي سکتورونو د تطبيقي وړتیا لوړونې او د هیواد د اقتصادي ودې د چټکتيا او همداراز د دولتي تصدیو د چارو د هر څه بهتره تنظیم لپاره جوړ شوی او د وسایلو او کاري څرنګوالي په عصري او ماشینري کولو سره، په هیواد کې د پراختیا او پرمختګ بهیر ګړندی کوي.

سربیره پردې، د ملي پراختیا شرکت موخې د کرهنې، اوبو، انرژۍ، تولید، تفحص، کان کیندنې او د نورو سکټورونو کې د برنامو او زیربنا پورې د اړونده چارو ښه پلي کول دي.

هغه تصدۍ چې حقوقي بڼه ېې په دولتي شرکتونو بدله شوې او د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې مدغم شوي عبارت دي له:

– بنايي ودانیز شرکت

– هلمند ودانیز شرکت

– افغاني ودانیز شرکت

– کورجوړونې شرکت

– د غوري سمنټو شرکت

– د جبل السراج سمنټو شرکت

– د ننګرهار وادي کرنیز شرکت

– د فلزاتو شرکت

– د شمال د ډبرو سکرو شرکت

– د مرکز بارچلونې شرکت

کاری ساحی:

اوبه:

د ځان بسیا او په سیستماتیک او منظمم ډول د کرنیزو، شنډو، شاړو او ویجاړو ځمکو د خړوبولو او همدارنګه د څښاک د پاکو او خوندي اوبو د چمتو کولو لپاره؛ د انرژۍ د تجدید وړ زیربناوو د ودانولو په موخه، اوبو پورې د اړونده پروژو د پلې کولو مدیریت د ملي پراختیا شرکت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
دا شرکت په پام کې لري څو له یوې خوا په هیواد کې د څښاک د پاکو او خوندي اوبو ستونزو ته، د اوبو د حوزو، سیندونو، چینو او رودونو په شمول د څښاک اوبو له سرچینو څخه د سالمه او مؤثر مدیریت له لارې ځواب ووایی او له بلې خوا تر کار لاندې بنسټیزو پروژو په پلي کولو او ګړندي کولو سره، په ولایاتو کې د اوبو لګونې ستونزې ته رسیدنه وکړي، نوي کانالونه جوړ او شته ېې ورغوي.

انرژۍ:

د ځان بسیا او په سیستماتیک او منظمم ډول د کرنیزو، شنډو، شاړو او ویجاړو ځمکو د خړوبولو او همدارنګه د څښاک د پاکو او خوندي اوبو د چمتو کولو لپاره؛ د انرژۍ د تجدید وړ زیربناوو د ودانولو په موخه، اوبو پورې د اړونده پروژو د پلې کولو مدیریت د ملي پراختیا شرکت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. دا شرکت په پام کې لري څو له یوې خوا په هیواد کې د څښاک د پاکو او خوندي اوبو ستونزو ته، د اوبو د حوزو، سیندونو، چینو او رودونو په شمول د څښاک اوبو له سرچینو څخه د سالمه او مؤثر مدیریت له لارې ځواب ووایی او له بلې خوا تر کار لاندې بنسټیزو پروژو په پلي کولو او ګړندي کولو سره، په ولایاتو کې د اوبو لګونې ستونزې ته رسیدنه وکړي، نوي کانالونه جوړ او شته ېې ورغوي.

ودانیز:

د ملي پراختیا شرکت تر مشرۍ لاندې دولتي شرکتونو په ټول هیواد کې د سلګونه ودانیزو پروژو کارونه بشپړ کړي او سلګونو نورو کارونه روان دي. دا شرکت په خپلو مدغم شوو څانګو کې شته تجربې د یوې مهمې شتمنۍ په توګه ګڼي او ددې ویاړي لري چې د معیاري پروژو په پلي کولو کې ورڅخه کار واخلي.
له دې سربیره د ملي پراختیا شرکت دا مهال له کویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې لپاره د اته روغتونونه په جوړولو بوخت دی، چې دا کار د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی او افغانستان له چین نه وروسته دوهم هیواد دی چې د اړینو زیربناوو له جوړولو سره د دې خطرناک ویروس د خپریدو او پراختیا مخنیوی کوي.
د دارالامان، جبل السراج، پغمان، امیر شهید او شاهي بڼ ماڼیو په څير د تاریخي اثارو او ودانیو بیارغونه، چې رغنیزې چارې ېې په کم لګښت او لوړ کیفیت سره تر حده په ټاکلي وخت کې، د دوی د تاریخي اړخونو د ساتنې په پام کې نیولو سره ترسره شوي، په ساختماني سکتور کې د ملي پراختیا شرکت یوه لویه لاسته راوړنه ده.

مشورتي چوپړتیاوې:

هغه کاري پراخه تجربه چې له کلونو راهیسې ېې مدغم شوی برخې په بیلابیلو برخو کې لري، ملي پراختیا شرکت ته ددې وړتیا ورکوي چې د رغونې، انرژۍ، کرنې، کور جوړونې او نورو برخو کې، حکومت او خصوصي سکتور ته رغنده مشورې وړاندې او ورکړي. له همدې امله د ملي پراختیا شرکت د ځینو مهمو ملي پروژو په بیاکتنه او پلي کولو کې، د مشورې او مشورتي چوپړتیاوو مهم رول لوبولی دی.
اوس مهال دا شرکت پنجشیر کې د څښاک اوبو د تصفیه کولو او کابل ته ېې د لیږد په مشورې او سروې او د ۱۸۰میګاواټو ظرفیت په درلودو سره د انرژي د تولید په موخه، سروبي ته د اوبو لیږد کانال د ډیزاین تنظیمولو او چمتو کولو په برخه کې په مشورو بوخت دی.

تولید:

افغانستان یو مصرفي هیواد دی، ډیره اتکا ېې په لوړه بیه د توکو په وارداتو ده چې کولی شو د هیواد دننه ېې تولید کړو.
ملي پراختیا شرکت د تولیدي فابریکو د رامنځته کولو او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره، په عملي توګه د خصوصي سکتور ترڅنګ د وارداتو د راټيټولو، کورنیو تولیداتو د لوړولو او صادراتو د پراختیا لپاره عملي چارې پیل کړي.
د جبل سراج سمنټو فابریکه د بیارغونې او جوړونې لاندې ده چې د چارو له بشپړیدو وروسته به ېې په تولیداتو کې ۳۰۰ سلنه ډیروالی راشي. د ملي پراختیا شرکت د سمنټو فابریکو د تولیدي ظرفیت لوړونې لپاره له نړیوالو شرکتونو سره د مشارکت او همکارۍ په خبرو بوخت ده، ترڅو په دې برخه کې هیواد ځان بساینې ته ورسوي. یاد شرکت په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې له خصوصي سکتور سره په همکاري ۱۲۰ تولیدي فابریکې جوړي کړي .

کرهنه:

افغانستان تر ډیره حده د کرنې په سکتور تکیه کوي او تر دې دمه ددې مهم سکتور د عصري کولو او میکانیزمه کولو لپاره کمې چارې ترسره شوي دي.
د ملي پراختیا شرکت د دې پروسې د ګړندي کولو لپاره په پام کې لري، د اوبو د مدیریت پروژو پلې کولو سره، شنډې او شاړې ځمکې خړوبه کړي او د لویو زراعتي پروژو لپاره ېې ګټې اخیستنې ته چمتو کړي. د کرنېز سکتور معیاري کول او سیستماتیک کول، د کرنیزو محصولاتو کچه لوړوي او د صنعتي کرهنې او کرهنیز صنعت د پراختیا لپاره لاره هواروي.
دا شرکت د زیتونو، ستروسو د بڼدارۍ، د څارویو د فارمونو او د پغمان او سروبي په غونډیو کې د زرګونو نیالګیو د کښت پروژه تر لاس لاندې لري چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دې شرکت د لنډمهاله او منځمهاله فعالیتونو یوه روښانه بیلګه ده.

کان:

د شمال د ډبرو سکرو کان له مدغم شوو شرکتونو څخه یو دی چې د استخراج پروسې په عصري کولو، زیربناوو، تجهیزاتو او کاري وسایلو پانګوونې سره، کولی شي د دې شرکت تولیدي ظرفیت کوم چې دا مهال په ورځ کې سلګونه ټنه دی، په ورځ کې زرګونه ټنو ته لوړ کړي.
د ملي پراختیا شرکت له نړیوالو کمپنیو سره د ډبرو سکرو د حرارتي بریښنا دستګاوو جوړولو په برخه کې، چې هر واحد به ېې د ۳۰۰ میګا واټه بریښنا ظرفیت ولري په خبرو اترو بوخت دی.
دې دستګاوو کې د انرژۍ تولید کولی شي هیواد کې په اړوند برخه کې اړتیاوو ته رسیدنه وکړي، د صنعتي او سوداګریزې برخې غوښتنې پوره، د بریښنا بیه راټیټه او د صنعتي کیدو لپاره لار هواره کړي.
همداشان دا شرکت په پام کې لري څو په هغه کانونو پانګونه وکړي چې سمدستي ګټه ترشا لري.

د مدیره پلاوی

نور پوهیدل