د ننګرهار وادي کرنیز شرکت :

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ۱۳۳۸ لمریز کال چې د ۱۹۵۹ زیږدیز کال سره سمون خوري د هیواد په ختیځ کې د کرنیزو پروژو د پلې کولو په موخه رامنځ ته شو. دې تصدۍ د ۲۱۰۰ هکتاره ځمکې په درلودو سره په ۱۳۵۷ کال کې د مالټو ۷۵۰۰ ټنه حاصلات راټول کړل چې ډیري یې له هیواده بهر صادر شوې. دې شرکت په خپلو مختلفو کاري برخو کې د ۷۶۰۰ کارګرو په استخدامولو سره د مالټو، زیتونو او ځمکنیو توتو په څير د بیلابیل ډوله میوو او سبزیو د تولید په برخه کې فعالیت کوه.  

دې شرکت له ملي پراختیا شرکت سره له یواځاي کیدو ورسته په هغه ځمکو کې چې د الویرا بټو د کرلې وړ وې کارونه پیل کړل چې د کرنیز ځنځیر له پروسي ورسته به لاسته راغلي حاصلات کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې شي.دې شرکت د تیلو د استخراج او کورنیو اکمالاتو او بهرنیو صادراتو لپاره، د زیتونو د پروسس د کارخانې په جوړولو سره، د زیتون د کرنیزو فارمونو د ساتنې او پراختیا لپاره ګمارلی دی یو منظم کاري تیم ګمارلی او همداراز د ملي پراختیا شرکت لخوا د سبزیو د بسته بندۍ په معیاري کارخونې لمړني او د ټکنالوژۍ او وسایلو د چمتو کولو کارونه په پیل کیدو دي.