د هلمند ودانیز شرکت:

د هلمند ودانیزه دستګاه په ۱۳۴۵ لمریز یا ۱۹۶۶زیږدیز کال کې د امریکایي کمپنۍ موریسون کنوډسون (Morison Knodson) له تجهیزاتو او تجربه لرونکو کارمندانو  څخه چې د کجکي او د هلمند د اوبو رسولو پروژې ودانیزې چارې ېې څه نا څه بشپړې کړې وې، د دولت په چوکاټ کې د خپلواکه بودیجوي واحد په توګه رامنځته شوه.

په همدۍ کال کې ېې له ۳۰۰ میلیونه افغانیو پانګې سره، په دولتي انتفاعي تصدۍ بدلون وموند او په دې وتوانیده چې د کار په لمړیو مراحلو کې، د پروژو د تمویل لپاره د آسیا له پراختیایي او نړیوال بانک څخه مالي سرچیني ترلاسه کړي.
د دې دستګاه ځینې مهمې پروژې لکه د خان آباد د اوبو لګولو پروژه، د آمو سیند استنادي دیوالونه، د نیمروز د لشکري ویاله پروژه، د سلما بند، د ننګرهار ولایت د کامې بند او یوشمیر نورې پروژې په ځان کې رانغاړي.

دا دستګاه په هیواد کې ۹ فعالې څانګې او ۱۷۵تنه کارمندان لري او د ولسمشر له فرمان سره سم د ۱۳۹۸کال په مرغومې میاشت کې د ملي پراختیا شرکت کې مدغم شوه، چې د هایدرولیکي ودانیو په جوړولو، د باران اوبو په زیرمه کولو او د کابل ښار د اورښت اوبو په مدیریت کې فعالیت کوي. په ملي پراختیا شرکت کې له ادغام وروسته، د مچلغو د اوبو بند او کانال او د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت پروژې تر کار لاندې لري چې دواړه ملي اهمیت او لمړیتوب لري.