د بنايي ودانیز شرکت :

د بنايي ساختماني تصدۍ په ۱۳۴۶ لمریز کال کې چې د ۱۹۶۷ زیږدیز کال سره سمون خوري د بنسټيزو پروژو د پلې کوونکې بنسټ په توګه رامنځته شوه او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په لمړنې پانګې سره ېې خپل فعالیت پیل کړ.سره له دې چې دا تصدۍ د ۹۰یمې زیږدیزې لسیزې له جګړو او ویجاړیو څخه اغیزمنه شوه، د بن وروسته حکومت ېې د بیا فعالیت لپاره د بیارغونې او جوړونې کارونه پیل کړل.او دې تصدۍ د ښاري پراختیا وزارت تر مدیریت لاندې بیا خپل فعالیتونه پیل کړل تر څو وکولی شي خپلې ننګونې او ستونزې حل او د رغنده او عملي کړنلارو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

بیا ځلي د فعالیتونو پیله تر دې دمه لاندې موارد د دې تصدۍ له اصلي لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي:

د دارالامان، جبل السراج، پغمان، امیر شهید او شاهي بڼ ماڼيو بیارغونه او ترمیم، چې چارې ېې د کیفیت، سرعت او ثبات له پلوه د ډاډ وړ دي او په بیارغونه او ترمیم کې ېې احتیاط او اقتصادۍ برخې او تاریخي عظمت ته کلکه پاملرنه شوې.

دا تصدۍ ملي پراختیا شرکت کې له ادغام وروسته، د ټولو هغه ودانیزو بنسټیزو پروژو د جوړونې چارې پرمخ وړي چې د ملي پراختیا شرکت اړوند دي او عملاً د هغه ودانیزو پروژو په پلې کولو بوخته ده چې ملي لمړیتوب لري.