د کور جوړونې شرکت :

د کور جوړونې شرکت په ۱۳۴۱ لمریز یا ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې د ۲۶۲میلیونه افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودو سره تاسیس شوه. دې دستګاه په ۴۸هکتاره ځمکه کې د ودانیزو وړاندې جوړو شوو ټوټو یا قطعاتو د تولیدو په موخه، په کال کې د ۲۵۰ مربع متره استوګن ساحې تولیدي ظرفیت په درلود سره په کار پیل وکړ او په ۱۳۶۵ کال کې دا ظرفیت ۶۱۰۰۰۰ مربع مترو ته لوړ شو. د کور جوړونې تصدۍ د ۵زره کارمندانو په درلودو سره په اړوند برخو کې فعالیت درلود.

ددې تصدۍ له لویو لاسته راوړنو څخه د لمړي، دوهم، دریم او څلورمو مکروریانونو د ودانیو جوړول دي چې په ټولیز ډول د اوسیدو ۱۰۵۰۰ واحدونه په ځان کې رانغاړي او همداراز د ټولګټو وزارت ودانۍ، د پخواني شوروي سفارت او د وزیر اکبرخان د سړک جوړول ېې هم له لاسته راوړنو څخه دي.

له ادغام وروسته، د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري ددې دستګاه تولیدي وړتیا لوړه کړي څو د اړوند پروژو لپاره ودانیزې اړتیاوې په لوړ کیفیت او مناسبه بیه چمتو او د کورجوړونې فعالیتونه له سره پیل او د سرپناه په برخه ملي اړتیاوو ته رسیدنه وکړي.