غوري سمنټو فابریکه :

د سمنټو لومړنۍ فابریکه چې د چکسلواکیا هیواد د متخصصینو تر نظر لاندې په ۱۳۴۱هجري لمریز کال کې په ورځ کې د ۴۰۰ ټنه تولیدي ظرفیت په درلودو سره ېې په فعالیت پیل وکړ، د غوري سمنټو فابریکه وه. د فعالیت له پیله د دې فابریکې د سمنټو کیفیت په هغه کچه وو چې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کیدل.د غوري سمنټو اړوند دوهمې فابریکې په ورځني ډول د۱۰۰۰ ټنو سمنټو تولیدي وړتیا په درلودو سره په کار پیل وکړ او د Portland په معیارونو سره برابر د ۴۰۰مارک درلودونکو سمنټو په تولید کې د عالي کیفیت درلونکې فابریکه وه.

د غوري سمنټو فابریکې په ۱۳۶۷کال کې له څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د چکسلواکیا هیواد او واردارلو کمپنۍ د متخصصینو په مرسته خپل فعالیت پیل کړ او د خپل پخواني ظرفیت ۵۰ سلنه ېې، د ان لدر (Ann Ladder) کمپنۍ تر نظر لاندې د ۲۰ کلونو لپاره فعالیت وکړ.

د غوري سمنټو دوهمه فابریکه له اینویستمنت افغان کمپنۍ سره په شراکت بیاځلې فعاله او په ۱۳۹۱کال بیا خپل فعالیت پیل کړ.
او اوس د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري چې نه یوازې په دې کار برخه کې تولیدي کیفیت ۶۰ سلنې ته لوړ کړي، بلکې غواړي تولید ظرفیت هم ۵۰۰سلنې ته لوړ کړي.