افغاني ودانیز شرکت :

د افغاني ودانیزه دستګاه د هلمند ودانیزې تصدۍ څانګه وه او په ۱۳۴۳لمریز یا ۱۹۶۵ زیږدیز کال کې د ۱۰۰میلیونه افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودو سره، له هغې څخه جلا او د وخت د حکومت د پریکړې پراساس ېې د خپلواکې ودانیزې تصدۍ په توګه فعالیت پیل کړ. دې تصدۍ په هیواد کې د ساختماني برخې د اړتیا وړ د ترټولو ډیرو توکو د تولید مسؤلیت پرغاړه درلود او د ۲۴۰۰تنه انجنیرانو او کارمندانو او له ۲۰۰۰څخه د ډيرو کارګرو په ګمارلو سره ېې په اړوندو برخو کې موجوده غوښتنو ته رسیده ګي کوله.

ددې تصدۍ لوېې لاسته راوړنې د مخابراتو وزارت د ۱۸پوړیزې ودانۍ، د پامیر سینما ۱۴پوړیزه ودانۍ، انټرکانتیننټال هوټل او د صدارت په انګړ کې د مرمرینې ماڼۍ جوړول دي. د ټول هیواد په کچه د تاریخي آبداتو او جوماتو بیارغونه د تصدۍ له نورو فعالیتونو څخه ګڼل کیږي. له ادغام وروسته د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري څو د کاري کړنلارو په تجهیز او عصري کولو سره، افغاني ودانیز شرکت ته ارتقاء ورکړي او په ودانیزو برخو کې د بازار غوښتنو ته ځواب ورکړي.