Loading...

داو طلبي

Home/داو طلبي
داو طلبي2020-12-09T14:06:57+04:30
2804, 2024

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري

د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ګلورز او ګواخ له کانونو څخه يو ميليون (1000000) ټنه د ډبرو سکاره د مزايدې له لارې وپلوري. هغه اشخاص چې غواړي په دې مزايده کې ګډون وکړي، کولای شي د پورته ډبرو سکرو شرطپاڼه د کابل ښار په قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د اعلان له نشر څخه وروسته تر پنجشنبې ورځې ((13/02/1403)) نېټې پورې د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه کې د ملي پراختيا شرکت د عامه اړيکو آمريت ته وسپاري. تر وخت وروسته او د انټرنېټ له لارې وړانديزونه د منلو وړ نه دي.

د مزايدې غونډه د پنجشنبې پر ورځ د سهار (10:00) بجې چې د ((13/02/1403)) نېټې سره سمون خوري، د ياد شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.

1409, 2022

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د درې کلونو لپاره لاندې ملکیتونه په قرار داد ورکوي.

د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي دکانونه:

۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان د ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې.

۲- د امارتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان د ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.

د کابل ښار د ۵ ناحیې اړوند د خوشحال خان استوګنیز ښارګوټي دکانونه:

۱- د ۶ بلاک اړوند یو باب سوپر مارکېټ په ۲۳۵ متره مربع مساحت کې.

۲-  د ۳ بلاک اړوند دوه بابه دکانونه په ۳۳ متره مربع مساحت کې.

۳- د ۴ بلاک اړوند یو باب دکان په ۳۳ متره مربع مساحت کې.

 

د بګرامیو په ښارګوټي کې یو باب کانتینر د ۱۵ متره مربع مساحت کې.

هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

1409, 2022

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي کې خپل ملکیتونه په لاندې ډول په قرار داد ورکوي:

 د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۱ نمبر مارکېټ دکانونه:

۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۷۰ متره مربع مساحت کې.

۲. ۱۰ نمبر دکان په ۲۳.۱ متره مربع مساحت کې.

۳. ۱۵ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې.

۴. ۱۶ نمبر دکان په ۱۳.۶۸ متره مربع مساحت کې.

۵. ۱۹ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې.

۶. ۲۳ نمبر دکان په ۱۴.۱۵ متره مربع مساحت کې.

۷. ۳۲ نمبر دکان په ۱۵.۷۰ متره مربع مساحت کې.

۸. ۳۳ نمبر دکان په ۱۳.۱۶ متره مربع مساحت کې.

د خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي د ۲ نمبر مارکېټ دکانونه:

۱. ۸ نمبر دکان په ۲۳.۵ متره مربع مساحت کې.

۲. ۹ نمبر دکان په ۲۷.۷۳ متره مربع مساحت کې.

هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

1409, 2022

داوطلبی

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست، د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د اماراتو استوګنیز ښارګوټي کې  د کور جوړولو ودانیز ریاست ملکیتونه د درې کلونو په قرار داد ورکوي:

 

۱- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې یو باب دکان په ۳۳.۹۳ متره مربع مساحت کې.

۲- د اماراتو ښارګوټي په دوهم فاز کې یو باب دکان په ۱۷.۸ متره مربع مساحت کې.

 

هغه څوک، چې غواړي قرار داد وکړي د اعلان له خپرېدو  وروسته تر ۲۱ ورځو پورې دې خپلې غوښتنپاڼې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې اړوند د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست ته وسپاري، د شرطنامې تر لیدلو وروسته به تضمین ترې اخیستل کېږي.

1701, 2021

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت د ارزاقو تصدی په پام کې لري څو د جلال آباد ښار درمسال چوک ته څيرمه مارکیټ کې خپل اړوند یو شمیر هټۍ او غرفې په جلا جلا ډول د داوطلبۍ او مزایدې له لارې په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص چې په کرایه د اخیستو غوښتونکي دي، خپل غوښتنلیکونه دي د خبرتیا خپریدو له نیټې څخه د روان کال د سلواغې میاشتې تر دوهمې نیټې پورې، د یاد مارکیټ دوهم پوړ کې د ننګرهار ولایت د ارزاقو آمریت ته په رسمي ډول وسپاري، شرط لیک دې ترلاسه او نغدي تضمین دې وسپاري.
2112, 2020

خبرتیا د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست په پام کې لري، قصبې بلاکونو ته څیرمه اماراتو ښارګوټي کې، خپل اړوند ۱۸ بابه هټۍ په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص، ادارې او شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت په کرایه ونیسي، د اعلان خپریدو له نیټې څخه دې د کور جوړونې ودانیز ریاست د تدارکاتو آمریت ته مراجعه وکړي، له بیرته نه ستنیدونکو (۳۰۰۰) افغانیو بدل کې دې ترتیب شوی شرط لیک ترلاسه او خپل وړاندیزونه دې د ۱۳۹۹.۱۰.۱۸ د سهار تر ۱۰ بجو پورې وسپاري، په خپله یا صلاحیت لرونکی استازی دې د ۱۳۹۹.۱۰.۲۰ د شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د یاد ریاست د کنفرانسونو تالار کې حاضر شي، شرط لیک دې ملاحظه او تضمین چې ۱۰۰۰۰ افغانۍ کیږي نغدې اخیستل کیږي.
پته: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر شاته د قصبې عمومي سړک د کور جوړونې تصدۍ