د جبل السراج سمنټو فابریکه:

د جبل السراج سمنټو فابریکه د یو سهامي شرکت په حیث په ۱۳۳۷ هجري لمریز یا ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې د ۴۰میلیونه ابتدايي پانکې په درلودو سره تاسیس شوه. دې شرکت په ۱۳۵۱کال کې دولتي تصدۍ ته بدلون وموند او د کانونو او پطرولیم وزارت لاندې ېې فعالیت درلود.

د جبل السراج سمنټو فابریکې ورځنی تولید ظرفیت د نړیوالو تولیدي معیارونو په اساس ۱۰۰ټنه وو او د دې تصدۍ ډیری وسیلې او کاري ټکنالوژۍ له چکسلواکیا او وروسته بیا له جرمني، روسیې او نورو هیوادونو څخه پیرودل کیدې. دا فابریکه د اوبو د زیرمو، سړکونو، دولتي ودانیو، پلونو او پلچکونو او کارخانو د جوړولو په څیر، ټولو ملي پروژو ته د سمنټو لمړنۍ عرضه کونکي فابریکه وه او همداراز ېې ګاونډ کې ایران او پاکستان ته سمنټ صادرول.

د جبل السراج سمنټو تصدۍ په هیواد کې د سیاسي بحرانونو او نا امنیو په لړ کې ونشو کولی، خپل پخواني تولیدي وړتیا سره سم فعالیت ولري چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې ېې د پام وړ وده نه درلوده. له همدې امله د ۱۵/۱۱/ ۱۳۹۸نیټې د ولسمشرۍ د ۲۸نمبر فرمان مطابق په دولتي شرکت بدل او ملي پراختیا شرکت سره مدغم شو.

د ملي پراختیايي د جبل السراج سمنټو فابریکې پورې اړوند د تجهیزاتو، ټکنالوژۍ او وسایلو په عصري کولو کار پیل کړی تر څو وشي کولی د کورني بازار غوښتنې پوره او همداراز بهرنیو هیوادونو ته د سمنټو د صادرولو لړۍ بیا پیل کړي.