د مرکز بارچلونې شرکت (کاماز) :

د مرکز بارچلونې شرکت (کاماز) په ۱۳۶۰ لمریز کال کې جوړ او په کال ۱۳۸۴ هجری لمریز کې د کاماز له۴،۳،۲ شرکتونو سره یو ځای او د مرکز بارچلونې شرکت په نوم ونومول شول. دې شرکت په کرکیچنو او بحراني حالاتو کې د حکومت اړین او بیړني انتقالات تر خپل پوښښ لاندي راوړل او په عادي حالاتو کې ېې هم په هیواد کې د لیږد توازن رامنځ ته کوه. د مرکز بارچلونې شرکت د خپل فعالیت په اوږدو کې حکومت ته ارزښتناک خدمات ترسره کړي دي.

پدې وروستیو کې دې شرکت خپله قانوني بڼه بدله کړه او د ملي پراختیا شرکت سره یوځای شو. د مرکز بارچلونې شرکت (کاماز) ۳۴۶ کارکوونکې، ۴۱۴.۵ جریبه ځمکه او ۲۸۴ عرادې بیلا بیل ډوله وسایط او په کابل، مزار، کندز او هرات ولایتونو کې فعالیت لري. د ملي پراختیا شرکت تمه لري چې کاماز په لنډ وخت کې د هیواد د وارداتو او صادراتو په لیږد کې فعاله ونډه واخلي او هیوادوالو ته له ۷۰۰څخه ډیرې دایمي دندې رامنځته کړي.