د فلزاتو شرکت :

د فلزاتو تصدۍ د لومړی ځل لپاره په ۱۳۵۲ لمریز کال کې چي له ۱۹۷۵ زیږدیز کال سره سمون لري، د کرهنې وزارت په چوکاټ کې د اوسپنیزو تولیداتو د یوې برخې په توګه رامنځته شو، ورسته یې په ۱۳۶۷ کال کې په خپلواکه ټوګه خپلو چارو ته دوام ورکړ.د دې تصدۍ لوی کارونه اوسپنیزعناصر، د اوبو لارو او کانالونو د اوبو د تنظیمولو لپاره د دروازو، د بریښنا د ستنو او د میترونو د صندوقونو د جوړولو په څير نور کارونه وو چې نه یوازې ېې تولیدات د حکومت په کچه استفاده کیدل بلکه د خصوصي سکټور ارتیاوې ېې هم پوره کولې.

په ورستیو کې دا ریاست د چارو د لا همغږۍ په موخه په ملي پراختیا شرک کې مدغم شو او د تصویب شوو پلانونو په اساس، د اوسپنیزو عناصرو د تولید ریاست د وړتیا لوړونې پروګرام د مسئولینو د پام وړ ګرځیدلی تر څو وتوانیږي چې د سپکو، منځنیو او درنو اوسپنیزو توکو په تولید سره، د ودانیو د داخلي او بیروني اړتیاوو په شمول، د سړو خونو، شنو خونو، قیچي پوښ او وسپنیز پوښ او همدا رنګه د پلونو، هنګرونو، تونل جوړونې د قالبونو، د اسټیدیومونو د پوښښ، د نفتي موادو د زیرمه کولو او وړاندې جوړو شوو فلزي برخو اړتیاوې بشپړې کړي.