د شمال د ډبرو سکرو کان :

د کرکر د ډبرو سکرو کان په ۱۳۱۶ لمریز کال یا ۱۹۳۸زیږدیز کال کې د یو شپون لخوا کشف شو. دا کان د پلخمري ښار په ۲۱کیلومترۍ کې پروت دی. په لمړیو کې د کانونو وزارت د کیندنې په ساده تجهیزاتو او وسایلو سره کینده او سکاره ېې د څارویو په واسطه لیږدول.همداراز په ۱۳۲۰ او۱۳۲۱ لمریزو کلونو کې د دره صوف کانونه کشف شول چې په هغه مهال هم په لمړنیو او سیمیزو وسایلو سره استخراجیدل.د سکرو لپاره د ډیریدونکو غوښتنو له امله حکومت د استخراج ظرفیت په کال کې له ۵۰۰۰ ټنو څخه ۱۰۰۰۰۰ټنو ته لوړ کړ.له ۱۳۳۰ نه تر ۱۳۴۵ لمریزو کلونو پورې ېې د امریکا دولت لخوا د تخنیکي تجهیز په برخه کې مرسته کیده او ګټې اخیستنې ته چمتو شو او د تولید کچه چې وړاندې ۲۰۳ ټنه وو په کال کې تر۲۰۰۰ ټنو څخه لوړ شو.

د آش پشتې کان چې د بغلان ولایت لویدیځ خواته په۱۵۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، د کیندلو چارې ېې هم په ابتدايي بڼه ترسره کیدې چې له تخنیکي کیدو ورسته ېې د تولید کچه له ۳۰۰ ټنو څخه ۲۵ زره تنو ته لوړه شوه.د یادو شوو کانونو مدیریت پخوا د جلا جلا واحدونو او کانونو وزارت لخوا ترسره کیده تر څو چې په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د دره صوف، آش پشتې او کرکر – دودکش د سکرو کانونه د کانونو وزارت تر چتر لاندې په یوه چوکاټ کې د شمال تصدۍ د ریاست په نامه د ۱۹۲میلیونوافغانیو په ابتدايي پانګونې سره د بغلان په بلخمري ښار کې جوړ شو.له ۱۳۵۸ نه تر ۱۳۸۰ لمریز کلونو پوري د شمال تصدۍ له ديرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوه. جنګونو یې ډیري د کیندونو وسایل نابود او تاسیسات یې له خاورو سره خاورې کړل. په هغه وخت کې یواځینی فعال کان د کرکرو کان وو. له کرکیچ او د نظام له جوړونې وروسته، د افغانستان حکومت د بیا جوړوني او رغونې پروسې په لار اچولو سره، د شمال د ډبرو سکرو کان دې ته وړ کړ چې لا ډير کانونو کشف کړي او خپل استخراجي ظرفیت لوړ کړي.

په تیرو پنځو کلونو کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ په کلني ډول د دوه میلیارده ټنو په شاوخوا کې سکاره استخراج کړي دي. اوس چې دا تصدۍ د ملي پراختیا شرکت سره مدغم شوې د خپلو فعالیتونو د پراختیا پلان په پام کې لري او د استخراج او پروسس د عصري تجهیزاتو د واردولو لپاره هڅه کوي څو کورنيو غوښتنو ته رسیدنه او بهر ته صادرات هم پیل کړي.