د ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، چې د جبل السراج د سمنټو تولیدي فابريکې اړوند (۱۶۰۰۰) ټنه سمنټ د بولۍ له لارې وپلوري. هغه کسان چې غواړي په دې بولۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د پورته سمنټو شرطنامه د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د اعلان د خپرېدو تر نېټې وروسته تر چهارشنبې ورځې پورې چې له ((1403/02/26)) نېټې سره سمون خوري، د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند قصبه سيمه کې د ملي پراختيا شرکت د عامه اړيکو آمريت ته وسپاري. تر وخت وروسته او د انټرنېټ له لارې وړانديزونه نه منل کېږي.
د بولۍ غونډه پر ((1403/02/26)) نېټه د چهار شنبې پر ورځ د سهار (10:00) بجې د نوموړي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.