چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شانان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي چې ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا پروژه چې دجوړیدو چارې یې دملي پراختیا شرکت دافغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي، مالي لګښت یې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ورکول کیږي.
ددغو سړکونو غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي او اوس یې د ډبرین فرش کارونه هم دبشپړېدو په حال کې دي، چې په ګټې اخیستنې سره به یې دقلعه شانان دسیمې زرګونه اوسیدونکو دتګ راتګ ستونزې هوارې شي.