Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

په نیمروز کې د ابو داود سجستاني جامع جومات پرانیستل شو

شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ د نیمروز ولایت د ابو داود سجستاني جامع جومات د ددې ولایت والي زمریالي احدي، ولایتي شورا غړو، حج او اوقافو رییس او د ملي پراختیا شرکت بنایی ودانیز ریاست د چارواکو په کډون ددې ولایت مرکز زرنج ښارکې پرانیستل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه په دې ولایت کې جوړه شوي وه د نیمروز والي زمریالي احدي په کې د وینا پرمهال د ملي پراختیا شرکت څخه دمننې ترڅنګ وویل" جومات زموږ د خلکو د اتفاق، اتحاد او یووالي نښه ده". وروسته د بنايي وادنیز ریاست ولایتي مسؤل عبدالمالک صدیقي د پروژو د ښه کیفیت او ټولو معیارونو سره د برابر والي په اړه د پوره ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل" د ملي پراختیا شرکت او بنايي وادنیز ریاست د پروژو په تطبیق کې کیفیت، وخت او مناسبه بیه تل په پام کې نیولې اوټول هیواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي". دغه جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکړل شوی چې په یو وخت کې د ۳ زره لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د کانالونو جوړولو ترڅنګ ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د جوماتونو په جوړولو هم کار جریان لري چې ډیرې ژر [...]

جون 26th, 2021|Categories: جوړول|

ملي پراختیا شرکت راستنېدونکو او بیځایه شوو کډوالو ته کورونه جوړوي

پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ هغه غونډه چې نن په همدې موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، ددې وزارت وزیر نورالرحمن اخلاقي، او د ملي پراختیا شرکت پلاوي ددفتر رییس رفیع الله عزیزی، د کور جوړونې ودانیز ریاست رییس میرویس ارغندیوال په کډون سره د ملي پراختیا شرکت د تخینکې او عملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق او د کډوالو وزارت لخوا د پالیسۍ او برنامو د تطبیق مرستیال شیرعالم ممله وال لخوا د يوه هوکړه ليک له مخې لاسلیک شو. د ملي پراختیا شرکت تخینکي او عملیاتي مرستیال ښاعلی سید نسیم خلیق ددې هوکړه لیک د لاسلیک موخه په هیواد کې د کډوالو او بیځایه شوو د ستونزو راکمول یاد کړل او زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لومړیتوبونو څخه په هیواد کې د اقتصاد ښه وده او د کور جوړونې د پروژو ښه تطبیق دی. ددې هوکړه لیک په اساس د ملي پراختیا شرکت مکلف دي چې د راستنېدونکو او بیځایه شویو کډوالو لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مالي مرسته پر نړیوالو معیارونو برابر کورونه جوړ او ددې وزارت په اختیار کې ورکړي. دغه هوګره لیک پداسې حال کې د ملي پراختیا شرکت او ګډوالو او راستنیدونکو چارو زوارت تر منځ لاسلیک کیږي چې د همدې کال د غبرګولي تر ۱۵ پورې ۷۱ زره تنو څخه ډير بیرته هیواد ته راستنه او ۷۷ زره تنو څخه ډير د هیواد په [...]

جون 26th, 2021|Categories: راپورونه|

په شواک ولسوالۍ کې د جامع جومات د بنسټ ډبره کیښودل شوه

چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰ د پکتیا ولایت شواک ولسوالۍ کې د یو جامع جومات جوړیدو د بنسټ ډبره دولسوال، قومي مشرانو اوساحوي انجنیرانو له لوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه . دغه جومات چې له ټولو اړینو ملحقاتو سره په دوه پوړونو کې جوړ یږي په یو وخت کې به د ۵۳۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت ولري. یاد جومات د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري پکتیا ولایت کې لسګونه بیلابیلې عام المنفعه پروژې تر کارلاندې دي او یو شمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.

جون 24th, 2021|Categories: جوړول|

پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند تحقیقاتي څاګانو کیندنې بشپړې شوې

سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ پکتیکا ولایت کې د پلتوني اوبو زیرمې کولو بند د جیو تکنیکل ۱۱ تحقیقاتی څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او سمپلونه یې د څیړنې په موخه لابراتوار ته ولیږل شول،چې ترڅیړنې وروسته به یې رغنیزې چارې ډیر ژرپیل شي. دا بند د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت جوړیږي. د پلتوني په نوم دغه بند چې ۳۰ متره لوړوالی، ۲۶۰ متره اوږدوالی او ۱۱۲ متره پلنوالی به ولري، د پکتیکا مرکز ښرنې ښار په ۱۲ کیلو مترۍ کې د موسمي اوبو د زیرمې کولو، کرهنې پراختیا او ځکمو خړو بولو په موخه جوړیږي. دغه بند چې د ۸.۶ میلیون مترمکعب اوبو زیرمې کولو ظرفیت لري او له جوړیدو وروسته به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د جوړولو چارې به ېې شاوخوا درې کاله وخت ونیسي.

جون 23rd, 2021|Categories: راپورونه|

د سالارباغ جامع جومات د جوړیدو چارې د بشيړیدو په درشل کې

سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د سالار باغ جامع جومات جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات چې په دوو پوړونو کې جوړیږي، شنه ساحه،اوبو ذخیره، احاطوی دیوال، پلې لارې او مجهز تشنابونه لري چې په یو وخت کې د۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. دغه جومات چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې لسګونه جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

جون 23rd, 2021|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال پر دنده وګمارل شو

یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، سید نسیم خلیق د ملي پراختیا شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال په توګه پردنده وګمارل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه پکې د ملي پراختیا شرکت مالي اواداري مرستیال ضیاءالله شفیق، د تولید او تجارتي چارو د همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي، د دفتر رییس رفیع الله عزیزي او د دې شرکت بیلابیلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کې ضیاءالله شفیق د ښاغلي خلیق ګمارنه پرځای ګام وباله وې ویل « کوم باور چې په ښاغلي خلیق باندې شوی پرځای اوددې شرکت د موخو په ترلاسه کولو کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي». دچارو دهمغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي هم، ښاغلي خلیق ته دمبارکۍ ترڅنګ هغه یو پیاوړی مدیر یاد کړ او د ملي پراختیا شرکت کې یې د داسې کاد رونو ګمارنه یوه اړتیا وبلله. په پای کې سید نسیم خلیق له ولسمشر او د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ؛ نوموړي ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په بشپړې رښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي او د ملي پراختیا شرکت موخو ته د رسیدو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي. سید نسیم خلیق د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې لري او له بیلابیلو مدیریتي تجربو څخه برخمن ده. هغه له دې [...]

جون 23rd, 2021|Categories: راپورونه|
Go to Top