د افغان ملي ماڼۍ په رغنیزو چاروکې د پام وړ پرمختګ شوی
چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰ افغان ملي ماڼۍ په کابل ښارکې د ملي پراختیا شرکت له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي چې په نړیوالو پرمختللو معیارونو ددې شرکت د کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري د جوړیدو په حال کې ده. دغه مانۍ ۱۳ پوړونه لري چې درې لومړني پوړونه يې د سوداګرو لپاره ځانګړي شوي چې د هرې برخې لپاره یې د شبکو سیستم، دوکانونه، د موټرو تم ځای، د نارینه او ښځینه وو لپاره ځانګړي جوماتونه، شنه ساحه او رستورانت په پام کې نیول شوي دي او ۱۰ پاتې پوړونو کې یې ۴۳۹ د هستوګنې کورونه جوړیږي. تراوسه پورې د یو پوړ خشت کارۍ رغنیزي چارې بشپړې شوي او د ټولې مانۍ شاوخوا ۸۰ سلنه اسکلیت بندي (قالب بندي) هم بشپړه شوې ده. د افغان ملي مانۍ د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ روانې دي چې مالي لګښت يې د افغان ملي بانک لخوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ماڼۍ د جوړولو ترڅنګ د دارالامان اداري کمپلکس، د صکوکو مطبعه، د ختیځ زون ۶۰۰ بستریز کمپلکس او نورو سلګونو غټو او وړو پروژو رغینزې چارې پرمخ وړي.
چګني کلا د نیمروز لرغوني تاریخ ښکارندوی, د بیارغونې اوترمیم په حال کې
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ د چګني کلا چې د نیمروز ولایت لرغوني تاریخ ښکارندویي کوي د بیارغونې او ترمیم چارې یې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي، چې مالي لګښت یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا ور کول کیږي. ددې تاریخي آبدې د پروژې مساحت شاوخوا ۱۹۲۴ مترمربع ده چې دوه پوړونه، ۲۶ خونې، یوه سراچه، یوعمومي دهلیز، یو برج او همدارنګه څلور عصري تشنابونه لري. ددې پروژې د رغیدو چارې شاوخوا ۶۵ سلنه پرمخ تللي او اوسمهال یې د خونو ګچ کول، ایزوګام، د دویم پوړد ګنبدو کاه ګل، خښتو پوښل، نجاري او برقي چارو باندې یې عملي کار جریان لري. دغه تاریخي کلا د ملک قطب الدین کیاني پورې اړوند ده، چې نوموړی په ۱۳۸۶ میلادي کال کې د تیمور لنګ لخوا اسیر او سمرقند ته ولیږل شو.
د فیض آباد ولسوالۍ جامع جومات چارې ګړندۍ روانې دي
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ کې د یو محراب جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي او تراوسه يې ۶۶ سلنه چارې بشپړې شوي دي. دغه جومات په یو پوړ کې د ټولو اړینو ملحقاتو په درلودلو سره جووړیږي چې په یو وخت کې به ۱۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري. د فیض آباد ولسوالۍ جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت ابوسلیمان جوزجاني لوی جامع جومات چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.
د خیرخانې کوتل سړک د جوړولو په چارو کې پرمختګ
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ د کابل ښار د ۱۱ او ۱۷ ناحیې د سړک جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې تراوسه يې ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي. یا د نوی جوړیدونکی سړک چې په دواړو فازونو کې ۸ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري د ۱۱ ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه دمنشي میرغلام تر ښارګوټي پورې غځیدلی دی. دغه سړک د ملي پراختیا شرکت افغاني وادنیز ریاست له لورې جوړیږي چې مالي لګښت يې د پلازمینې زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول ورکول کیږي. ددې سړک په جوړیدو سره به د شمال لویې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه ترډیره بریده راکمه او خلکو ته به دتګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ابوسلیمان جوزجانی جامع جومات د پرانیستلو په درشل کې
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د ابوسلیمان جوزجاني جامع جومات جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی. دغه جومات چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی، شنه ساحه،اوبو ذخیره، احاطوی دیوال، پلې لارې او مجهزو تشنابونو په درلودلو سره په یو وخت کې د۲ زره تنو لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. د ابوسلیمان جوزجانی جامع جومات د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړ شوی چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی دی. داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونو او ولسوالیو کې پر لسګونه جوماتونو کار روان ده چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.
کندز پوهنتون کې د دوه بابه لیلیو د جوړیدو چارې
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ په کندز پوهنتون کې د دوه بابه لیليو د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټو اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلیې چې یوه يې د انجونو او بله د هلکانو لپاره ده په ۶ زره متر مربع مساحت ځمکه باندې چې هریوه یې له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې له ټولواړینو ملحقاتو سره ، ددې پوهنتون اړوند سیمه کې جوړیږي. دغه لیلیې چې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کول کیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري. د یا دونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په بیلابیلو ولایتونوکې د لسو څخه زیاتو لیلیو دجوړیدو چارې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي هم دي.