کاپیسا ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړیدو چارې روانې دي
پنجشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰ په کاپیسا ولایت کې د تازه میوو او سبزیو د ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه د جوړیدو په حال کې ده. دغه سړه خونه په ۱۷ زره متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې ټول اړین ملحقات یې له ورځنیو معیارونو سره برابر په پام کې نیول شوي دي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري. یاده سړه خونه دملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. ددې سړې خونې په جوړیدو سره به د کاپیسا ولایت بزګرانو ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي. د یادونې وړده چې اوسمهال په بیلابیلو ولایتونوکې لسګونه سړې خونې دملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو په حال کې دي.
ننګرهار کې د شیخ مصري صنعتي پارکونو رغنیزي چارې روانې دي
چهارشنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۰ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د شیخ مصري صنعتي پارکونو رغنیزي چارې پیل شوې چې په جوړیدو سره به يې، هیواد د ځان بساينې پر لور یوسي. دغه صنعتي پارکونه په ۲۰ کیلومتر مربع مساحت ځمکه باندي جوړیږي چې ټول ټال به په کې ۴۷۳ فابریکې په بیلا بیلو برخو لکه: د اوسپنې ویلې کیدل، د سیخ ګول تولید، د تالک پوډرو تولید او پروسس، د غنمو وینځل او اوړه کول، د چرګانودانې تولید، یخ، مالګې او نورو ډیرو خوارکې توکو تولیداتو فابریکې شاملې دي. د شیخ مصري صنعتي پارکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي، چې تراوسه يې ۶ سلنه چارې بشپړې شوي دي. دا صنعتي پارکونه په داسې حال کې په ننګرهار ولایت کې جوړیږي چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په دغه ولایت کې لسګونه ودانیز پروژې پلې کړي دي.
د رشیدانو ولسوالۍ جامع جومات به ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
سه شنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۰ د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه باندي د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. د یادونې وړده چې د غزني ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د لسګونو نورو جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي.
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست نجارۍ فابریکې تولیداتو کې زیاتوالی
سه شنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۰ په ملي پراختیا شرکت کې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست په مدغم کیدو سره ددې ریاست د نجارۍ فابریکې په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی. د نجارۍ فا برېکه چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ لمریز کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو سیمه کې فعاله شوه، هغه مهال یې شاوخوا ۱۸۰۰ تنه کارمندان درلودل چې د کانال د اړتياوو پوره کولو ترڅنګ به يې د دولتي ادارو او ملکي خلکو اړتیاوې هم پوره کولې. يادې فابريکې د ملي پراختیا شرکت سره د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له یوځای کېدو سره سم بیاځلي په فعالیت پیل وکړ چې اوسمهال په کې ۱۵ تنه مسلکي نجاران او کاریګر په کاربوخت دي او تردې دمه يې ۲۶ اوه نفري سیټونه، دفتري او عادي میزونه، کوډ بندونه او نور بیلابیل توکي جوړکړي او لسګونه نور تازه جوړېدونکي توکي یې ترکار لاندې دي.
د غزني سل بستریز روغتون په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونوکې ښه والی راشي
دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د غزني ولایت مرکز قلعه جوز سیمه کې دسل بستریز روغتون د جوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون په ۱۶ جریبه ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت کور جوړولو ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د عامې روغتیا وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي. یاد روغتون له نړيوالو معيارونو سره سم په پنځو بلاکونو کې د ټولو اړینو امکاناتو په درلودو سره لکه: بیړنۍ څانګې، عملیات خونه، عمومي داخله او جراحي څانګې، اورتوپیدي، لابراتوار، دوینې بانک، اکسرې، التراساوند، غوږ او ستوني، عقلی و عصبی، فزیوترافی، واکسین څانګه، درملتون او نورې بیلابیلې اړینې برخې لري ودانیږي، چې تردې مهاله یې د جوړیدو چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي. د غزني ولایت اوسیدونکي وایي چې ددې روغتون په جوړیدو سره به د مرکز او ولسوالیو د اوسیدونکو روغتیایي ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.
کابل ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې
دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د کابل ولایت ګمرک کې د سړو خونو جوړولو چارې ددې ولایت په حامد کرزي هواي ډکر کې پیل شوې. دغه سړې خونې چې درې ډوله مواد (سبزیجات، درمل او خوراکي توکي) به په کې ساتل کیږي په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت لخوا ورکول کیږي. د هوايي ډګر دغه سړې خونې په ۱۶۳۲ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ۱۵۰۰ متریک ټن موادو د ځایدو ظرفیت به ولري. د یادونې وړده چې په کندهار، بلخ او د فاریاب په آقینه کې هم د ورته سړو خونو دجوړید چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي چې په جوړیدو سره به یې د ملي سوداګرو ستونزې ترډیره بریده هوارې شي.