په کابل کې د تدریسي او بدني روزنې ریاست ودانۍ رغول کیږي
دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰ د کابل چمن حضوري سیمې غازي ستډیوم کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ د جوړیدو چارې روانې دي. دغه ودانۍ په ۱۹۵۷ مترمربع مساحت ځمکه باندې په دوه برخو (اداري او تدریسي) په ۴ او ۵ پوړونوکې له ټولو اړینو ملحقاتوسره جوړیږي. د بدني روزنې دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. په کابل کې د بدني روزنې ریاست او تدریسي ودانۍ په داسې حال کې دملي پراختیا شرکت له لوري رغول کیږي، چې اوسمهال دغه شرکت د ودانیزو پروژو ترڅنګ؛ دهیواد په بیلابیلو برخو کې د یو شمیر ورزشي جمنازیومونو رغولو چارې پر غاړه لري.
د کار موندنې خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د مالي ریاست (۶) بیلابیل بستونه په لاندې برخو کې: د مالي پلان عمومي مدیریت د مالي پلان کارپوه د بیلانس ټولونې او ارزونې کارپوه د دفتر دارۍ او راپور ورکونې کارکوونکی د مالیاتي چارو مامور د معاشاتو مدیریت اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لیارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر (۱۰) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
ډیر ژربه پکتیکا ولایت کې د یو ورزشي جمنازیوم چارې بشپړې شي
یکشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰ پکتیکا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیوم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي، مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ور کړل شوی. یاد جمنازیوم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې به د ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونو او نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.
د سردار داود خان مقبرې ودانیزو چارو کې پرمختګ
یکشنبه۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰ دافغانستان د لومړي جمهور رئیس سردار محمد داودخان مقبره د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لورې جوړیږي چې ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوي او ډیر ژر به يې کارونه پای ته ورسیږي. دغه مقبره د کابل په تاج بیک تپه باندي جوړیږي، درې لوی تالارونه، دوه کتابتونونه او دوه نندارتنونه لري چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي. د سردار محمد داودخان مقبره په داسې حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې دغه شرکت په ټول افغانستان کې دلسګونو تاریخی ځایونو د بیا رغولو او رغنیزو چارو پلي کولو مسولیت لري.
سنايي غزنوي ښارګوټی هیواد کې د پرمختګ غوره بیلګه
شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰ سنايي غزنوي ښارګوټی د کابل ښار په قصبه کې د نړیوالو معیارونو او اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي. دغه ښارګوټي ۴۱ بلاکونه لري، چې د ټولو معیاري امکاناتو په لرلو لکه: سوادګریزو برخو،دوکانونه، د موټرو تم ځای، جومات، شنه ساحه، د مرکز ګرمۍ سیستم، اور ضد سیستم، فاضله اوبو سيستم، لفټ، وړکتون، ښوونځی، عصري سړکونه او نورو ډیرو اسانتیاو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دي. د غزنوي ښارګوټی په دوو فازونو کې جوړیږي، چې اول فاز يې ۱۰ بلاکونه لري او په کې ټول ټال ۲۱۶۰ د هستوګنې کورونه دي. د اول فاز ۷۰۰ د هستوګنې کورونه د ملي دفاع وزارت په کارکوونکو باندي ویشل شوي چې رغنیزې چارې به يې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددې شهرک دویم فاز ۱۰ پوړیز او ۶ پوړیز ۳۱ بلاکونه لري چې ټول ټال په کې ۱۳۶۰ د هستونګنې کورونه د جوړیدو په حال کې دي. دغه ښارګوټي د ښار د ښکلا د لا زياتيدو ترڅنګ د څه د پاسه ۷۰۰ تنو مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادونی وړده چې په کابل ښار کې د دوو نورو ښارګوټو (لاله او بګرامي) رغنیزي چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.
کندهار کې د صنعتي پارکونو رغنیزي چارې پیل شوې
شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰ کندهار ولایت کې د صنعتي پارکونو رغیزې چارې په دوو فازونو کې عملاٌ پیل شوې. دغه صنعتي پارکونه چې په ۳۵۵۷ جریبه ځمکه باندې په دوو فازونو (شمال) او (سویل) کې جوړیږي اول فاز یې په دامان ولسوالۍ او دویم فاز يې د شوراندام پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې دی. د کندهار په دغه صنعتي پارکونو کې به ۳۱۲ فابریکې لکه: د وچو او تازه میوو د پروسس او بسته بندۍ، پلاسکو، بیکون او نورو بیلا بیلو برخو کې فعاله شي. د کندهار صنعتي پارکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي. دا صنعتي پارکونه په داسې حال کې په کندهار ولایت کې جوړیږي چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په دغه ولایت کې لسګونه ودانیزې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.