دپروژو ارزونې په موخه دهمغږۍ ناسته تر سره شوه
سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ نن د ملي پراختیا شرکت او جمهوري ریاست عملیاتي ادارې د رهبري پلاوي ترمنځ دهمغږۍ ناسته ترسره شوه په دغه ناسته کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق، د تولید او تجارتي چارود همغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت بیلابیلوادارو ریسانو، همدارنګه دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال وحیدالله رحمدل او د دواړو ادارو یوشمیر ریسانو او تخنیکي ټیم غړو ګډون کړی وو. په دې ناسته کې ښاغلي عطاش د دواړو ادارو کارونه مثبت و ارزول او د پروژو دښه تطبيق او پرمختګ په اړوند يې مفصل بحث او نظرونه شریک کړل. دغه راز دجمهوري رياست عملياتي ادارې تخنيکي مرستيال وحيد رحمدل د پروژو دښه پرمختګ څخه د خوښۍ ترڅنګ د دواړو ادارو کارونه دهيواد دابادۍ اوسوکالۍ لپاره مهم ګام وباله. دواړو لورو دغه راز ټینګار وکړ ترڅو د پروژو په عملي چاروکې دقت،کیفیت، سرعت، او صداقت په پام کې ونیسي. دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي،چې په بیلابیلو ولایتونوکې سلګونه غټې او وړې پروژې د ملي پراختیا شرکت له لوري، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت د تطبیق په حال کې دي.
د دارالامان اداري کمپلکس د کار له جریان څخه د مسؤلینو لیدنه
سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش، تخنیکي اوعملیاتي مرستیال سید نسیم خلیق، د تولید او تجارتي چارودهمغږۍ مرستیال ریاض الدین شریفي اوددې شرکت یوشیمر ریاستونو مسؤلینونن سه شنبه د ملي پروژې (دارالامان اداري کمپلکس) د کار له جریان څخه لیدنه وکړه او ددې پروژې د لاښه تطبیق په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې. د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس د کار له جریان څخه د لیدو پرمهال اړونده مسؤلینوته سپارښتنه وکړه؛ څو د پروژې د ژر تطبیق په موخه کارونه پردوه شفتونو تقسیم کړي اوپه عملي چاروکې کیفیت، سرعت، دقت او صداقت په پام کې ونیسي . د دارالامان اداري کمپلکس چې دهیواد په کچه لوی کمپلکس ده اوسمهال یې رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي چې مالي لګښت یې د مالیې وزارت لخوا ورکول کیږي. ددې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو همغږي کول، هیواد والوته د آسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول په ګوته شوي دي.
هرات کې د صنعتي ښارګوټي احاطوي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې
سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ په هرات ولایت کې د صنعتي ښارګوټي احاطوي د یوال، امنیتي برجونو او د روازو جوړیدو د بنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزیرنثار احمد فیضي غوریاني، هرات ولایت مقام مرستیال اویو شمیرسوداګرولخوا کیښودل شوه. دغه د یوال په لومړي پړاو کې د ۶ کیلو متره په اوږدوالي د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي،چې مالي لګښت یې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له لخوا ورکول کیږي. مسؤلین ددې ښارګوټي داحاطوي دیوال ،امنیتي برجونو او دروازو دجوړیدو موخه د امنیتي ستونزو د له منځه وړلو ترڅنګ په صنعتي ښارګوټي کې د پانګه اچوونکو او سوداګرو لازیاته هڅوونه یاده کړه؛ ترڅو په ډاډه زړه فابریکې او کارخانې زیاتې کړي. د یادونې ده چې دهرات صنعتي ښارګوټی په دریو فازونوکې څه د پاسه ۳۰۰ کارخانو په درلودلو سره یو د هیواد له اقتصادي زو نونو څخه ګڼل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په وینا ټاکل شوې څلورم فاز یې د ۱۵۲ فابریکو په جوړولوسره په راتلونکي کې جوړشي.
د مچلغو بند د جوړلو چارې دپرمختګ په حال کې
سه شنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰ د مچلغو بند د هیواد له مهمو بندونو څخه شمیرل کیږي چې دپکتیا ولایت احمد ابا ولسوالۍ په ۲۵ کیلو مترۍ کې موقیعت لري. دغه بند ۲۶۰ متره اوږد والی ۲۸۰ متره سور ۴۷ متره لوړ والی چې د ۵،۳ میلیونه متر مکعب اوبو دذخیره کیدو ظرفیت لري او همدارنګه د اوبو اخیستو ساحه یې۶۶،۸۵ کیلو متره مربع ده. د مچلغو بند د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي، چې اوسمهال شاوخوا ۹۰۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي کارکوونکي په کې په کار بوخت دي اوتر دې مهاله یې ۳۰ سلنه رغنیزې چارې پرمخ تللي دي. ددغه مهمه بند په جوړیدوسره به د۲۹۳ کیلو واټه برق د تولید ترڅنګ ۲۳۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي. د ویلوده، چې د مچلغو بند دجوړیدو چارې لومړی ځل د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوې، خو د کورنيو ستونزو له امله يې کارونه په هماغه پيل کې بیرته پاتې شول.
دکارموندنې خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز ریاست (۵) بیلابیل بستونه په لاندې برخو کې: هایدرولوجست دچاپیریال ساتنې کارپوه د پروژې اقتصادي کارپوه ټولنیز کارپوه د پروژې د سروې انجینر اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر (۱۰) کاري ورځو پوري د اعتبار وړدی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
د پلان جوړونې او راپور ليکنې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو
دوشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰ نن د ملي پراختیا شرکت د تولیدي او تجارتي چارو دهمغږۍ معاونیت له لوري د پلان جوړونې او راپور ليکنې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو. په پیل کې د تولیدي اوتجارتي چارو دهمغږۍ مرستیال ښاغلي ریاض الدین شریفي د داسې پروګرامونو جوړول خورا مهم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې په ورکشاپ کې حاضر ګډونوال دې په خپلو ریاستونوکې نورو همکارانو سره هم دغه معلومات شریک اوګټه ترې پورته کړي. په ورته وخت کې چمتو شوي پریزنټیشنونه د ښاغلي شریفي له لوري وړاندې شول چې په کې د پلان جوړونې پر اهمیت،موخو، ګټو، ځانګړتیاوو، ډولونو، پړاونو او دغه راز د یو ښه راپور په ځانګړتیاوو مفصل او هر اړخیزبحث ترسره شو. ددې ورکشاپ تسهیل کوونکی د ملي پراختیا شرکت بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړونې څانګه وه. د یادونې ده چې له دې مخکې هم ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو برخوکې ورته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ددې شرکت کارکوونکوته ورکړل شوي دي.