Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د سروبي ۲ بند عملي چارو د پیل لپاره چمتوالی

شنبه ۱۹ چنګاښ۱۴۰۰ ملي پراختیا شرکت د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت په اساس، د اوبو منابعو نه د ګټې اخیستلو، د وارداتو کمول او د برق ستونزې د حل په موخه د کابل ولایت سروبي ۲ بندعملي چارې په سروبي ولسوالۍ کې پیل کړي. دغه بند د ۱۸۰ میګاواټه بريښنا د تولید وړتیا لري چې مالي لګښت يې د ملي پراختیا شرکت له خوا ورکول کیږي اورغنیزې چارې یې د همدې شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست پرغاړه لري. د سروبي ۲ بند دجوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري په داسي حال کې پیل کیدونکې دي چې کابل ښار د بریښنا له کمبود سره مخ دی او ددې بند په جوړولو سره به د پلازمینې دا ستونزه ترډیره بریده هواره شي.

جولای 10th, 2021|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت له اجراییوي رییس سره د ودانیزو ریاستونو د مسؤلینو لیدنه

پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰ هغه لیدنه چې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش ددې شرکت د څلورګونو ودانیزو ریاستونو له مرستیالانو، صکوکو مطبعې اود دارالامان اداري کمپلکس پروژو له مسؤلینوسره درلوده د پروژو پراوسني وضعیت او اهمیت خبرې وکړې، هغوی ته یې لارښوونه وکړه؛ ترڅو د یادو پروژو په تطبیق کې تخنیکي مسایل اوسرعت په پام کې ونیسي. په دې لیدنه کې د پروژو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د پروژو په تطبیق کې به د رهبرۍ سپارښتنې په بشبړه توګه عملي کړي. د دارالامان اداري کمپلکس او صکوکو مطبعې پروژې له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي چې په بشپړیدو سره به یې د هیواد والو ډیرې ستونزې هوارې شي.

جولای 10th, 2021|Categories: راپورونه|

د ارزګان – کندهار ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک د جوړیدو چارې پیل شوې

پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ څخه د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د جوړیدو او اسفالت چارې د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو له لوري پیل شوې. دغه سړک د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړيږي چې مالي لګښت یې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کیږي. ددغه سړک د جوړیدو او اسفالت ترڅنګ به دغځیدلي سړک په اوږدو کې بیلابیلو ځایونو کې پلونه، پلچکونه او د اوبو لښتي هم په پاخه او اساسي ډول جوړشي یاد سړک یو له مهمو اوحیاتي پروژو څخه ګڼل کیږي چې په جوړیدو سره به یې ددې سړک په اوږدوکې د اوسیدونکو د تګ را تګ ستونزې هوارې شي.

جولای 10th, 2021|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت د حجارۍ فابریکې په کار پیل وکړ

پنجشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت د هڅو په لړ کې چې د هیواد د بیارغونې لپاره يې ترسره کوي دا ځل ددې شرکت د حجارۍ فابریکې په کار پیل وکړ. دغه فابریکه چې د تیګو پرې کولو او مرمر تیګو د تولید وړتیا لري د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیزریاست لپاره د مرمر تیګې تولیدوي. د حجارۍ په فابریکه کې درې پایې ماشینونه فعال دي او کاریګر يې په دوو شیفتونو کې کار کوي. د هغه قرارداد په اساس چې د حجارې فابریکې او ښار جوړونې وزارت تر منځ لاسلیک شوي، ددې فابریکې خام مواد د تره خیلو معدن او خصوصي شرکتونو لخوا برابریږي. ددې فابریکې له تولید شوو مرمر تیګو څخه نه یوازې د زینتي توکو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي؛ بلکې ترڅنګ يې د کور جوړونې ودانیز ریاست تر کار لاندي ښارګوټو ته هم مرمر تیګې تولیدوي. دغه فابریکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۲ کال کې د شپږ پایو ماشینونو په درلودلو سره په کار پیل وکړ چې د ملي پراختیا شرکت سره د کور جوړونې ودانیز ریاست په مدغم کیدو سره يې فعالیتونو نور هم پراخ شول.

جولای 8th, 2021|Categories: تولیدات|

د صکوکو مطبعې او ملي پراختیا شرکت کمپلکس د کار له جریان څخه د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس لیدنه

چهارشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش له پروژو څخه دلیدنو او ارزونو په لړ کې نن د صکوکو مطبعې نوې ودانۍ او ملي پراختیا شرکت کمپلکس له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه . په دې لیدنه کې ښاغلي عطاش د دواړو پروژو دکار له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او اړونده مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه؛ څو دکارونو کیفیت، دقت او سرعت په پام کې ونیسي دملي پراختیاشرکت عمومي رییس دصکوکو مطبعې له پروژې څخه دلیدنې پرمهال وویل دغه پروژه به په پرمختللو وسایلو سمبال جوړه شي؛ څو ټول ارزښت لرونکي اسناد په بشپړ امنیت سره د هیواد په داخل کې چاپ شي. دغه ودانۍ د ملي پراختیا شرکت بنایي وادنیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې مالیې وزارت لخوا ورکول کیږي. د صکوکو مطبعې بنسټ د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ارګ په شاهي باغ کې کیښودل شو او یوازینۍ دولتي مطبعه ده چې دچاپ په برخه کې تردې مهاله فعالیت لري.

جولای 8th, 2021|Categories: راپورونه|

د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر احاطوي دیوال رغنیزي چارې

چهار شنبه ۱۶ چنګاښ۱۴۰۰ د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي او ډیر ژر به يې کارونه پای ته ورسیږي. دغه دیوال چې ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري د ټولو اړینو ملحقاتو سره لکه: ۱۱ د ساتنې زرهي (ګادرټاور) برجونه، (وي،آی،پي) ساحه، سیوري جوړونکي، د اوبو فواره، پیاده روونه، شنه ساحه او ۴۶۰ متر مربع کانال او سړک د جوړیدو په حال کې دي. د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر او اړین ملحقات يې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي. دغه دیوال په داسې حال کې د ملي پراخیتا شرکت له لوري جوړیږي چې دغه شرکت په هیواد کې دسلګونو ودانیزو پروژو د جوړیدو چارې روانې دي.

جولای 7th, 2021|Categories: راپورونه|
Go to Top