Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

د کار موندنې خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت د همغږۍ او سوداګریزو چارو پراختیا ریاست د عامه او خصوصي ګډون متخصص یو بست بیاځلې اعلان ته سپارلی دی؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه تر (۷) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یاد بست د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af

جولای 12th, 2021|Categories: کارموندنه|

تخار ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړیدو چارې روانې دي

دوشنبه ۲۱ چنګاښ۱۴۰۰ په تخار ولایت کې د تازه میوو او سبزیو د ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه د جوړیدو په حال کې ده. دغه سړه خونه په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې ټول اړین ملحقات یې له ورځنیو معیارونو سره برابر په پام کې نیول شوي دي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰ متریک ټنه تازه میوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري. یاده سړه خونه دملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت یې جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي. ددې سړې خونې په جوړیدو سره به د تخار ولایت بزګرانو ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي. د یادونې وړده چې اوسمهال په بیلابیلو ولایتونوکې ۱۴ بابه معیاري سړې خونې دملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو په حال کې دي.

جولای 12th, 2021|Categories: جوړول|

د کار موندنې خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت هلمند ودانيز ریاست (۲) بیلابیل بستونه په لاندې برخو کې: اداري آمریت د پروژو د تطبیق آمریت اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه تر (۱۰) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!

جولای 12th, 2021|Categories: کارموندنه|

مندوزیو ولسوالۍ جامع جومات دګټې اخیستنې په درشل کې

یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰ د خوست مندوزیو ولسوالۍ جامع جومات د جوړیدو چارې ګړندې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات په ۲ زره متر مربع مساحت ځمکه باندي د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. د یادونې وړده چې د خوست ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي.

جولای 11th, 2021|Categories: جوړول|

د کندهار په صنعتي پارکونو کې د سړکونو رغنیزې چارې پیل شوې

یکشنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰ د کندهار ولایت په صنعتي پارکونو کې د داخلي سړکونو رغنیزې چارې په شوراندام سیمه کې پیل شوې. دغه سړکونه په دوو فازونو(شمال او لودیځ) کې جوړیږي چې د لودیځ فاز اوږدوالی يې څه د پاسه ۳ کیلومتره او سور يې ۱۴ متره دی او د شمال سړک اوږوالی يې ۱۲ کیلو متره او سور يې ۹ متره دی. یاد سړکونه د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جهموري ریاست عملیاتي ادارې له خوا ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ترینکوټ - شاولیکوټ ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک دجوړیدو او سفالت چارې هم دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي دي

جولای 11th, 2021|Categories: راپورونه|

د کار موندنې خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت اړوند هلمند ریاست د بشري سرچینو مدیریت اعلان ته سپارلی دی؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه تر (۱۰) کاري ورځو پورې د اعتبار وړ ده. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af

جولای 11th, 2021|Categories: کارموندنه|
Go to Top