د زابل پوهنتون لیلېې په رغنیزې چارو کې پرمختګ
یکشنبه ۳ زمري ۱۴۰۰ د زابل ولایت د لیلېې رغنیزې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلیه په ۲۲۰۰ متر مربع ځمکه په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنو محصلېنو د ځایدو وړتیا ولري. د زابل پوهنتون لیلیه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي او مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړه اداره ورکوي، چې تردې مهاله یې ۷۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې لسګونه لیلیې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د جامع جومات رغنیزې چارې
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ دامام ابوحنیفه(رح) جامع جومات د جوړیدو چارې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، دپام وړ پرمختګ کړی. دغه جومات په ۳ زره متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۴۵۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. د یادونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت تردې مهاله سلګونه جوماتونه په بیلابیلو ولسوالیو او ولایتونو کې جوړ کړي او د یو شمیر یې رغنیزې چارې همدا مهال جریان لري.
کنړ کې د کوید ۱۹ دوسوه بستریز روغتون رغنیزي چارې
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د کوید ۱۹ دوسوه بستریز روغتون رغنیزې چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون څلور درې پوړیزه بلاکونه لري چې په ۲۶ جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه؛ بیړنۍ څانګې، بستر خونې، پخلنځاي، انتظار خونه، جومات، د ساتونکو خونې او نور اړینو ملحقاتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې دی. د کنړ د کوید۱۹ دوسوه بستریز روغتون د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې عملي چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي. دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې د کوید ۱۹ لسګونه روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
هلمند پوهنتون کي د یو باب لیلیې رغنیزې چارې د پرمختګ په حال کې دي
یکشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰ د هلمند ولایت پوهنتون کې د یو باب لیلیې رغنیزې چارې چي د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي د پرمختګ په حال کې دي. د نجونو د غه لیلېه په شپږو پوړونو کې پر۲۲۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري چې د جوړولومالي لګښت یې د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې لخوا ورکول کیږي. دیادونې وړده چې په هلمند ولایت کې لسګونه نورې بیلابیلې پروژې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري ترکار لاندې دي چې یوشمیر یې دګټې اخیستنې په درشل کې دي.
کندهار پوهنتون لیلیې رغنیزې چارې دبشپړیدو په حال کې
شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰ د کندهار پوهنتون په اړونده سمیه کې د دوو بابو لیلیو د جوړیدو چارې د بشپړیدو په درشل کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلېې په ۶ زره مترمربع مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې جوړیږي چې هره یوه به يې د ۱۰۰۰ تنو محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري. یادی لیلیی د کندهار پوهنتون د محصلینو د ستونزو راکمولو په موخه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاټړې اداره له خوا ورکول کیږي. د یادونې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت په بیلابیلو ولایتونو کې لیلېې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
پکتیکا پوهنتون لیلیې د جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي
پنجشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰ پکتیکا پوهنتون د لیلیې ودانۍ رغنیزې چارې ګړندۍ رواني دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه لیلېه د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیزریاست له لوري جوړیږي کیږي، چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کیږي . یاده لیلېه په ۶ زره متر مربع مساحت ځمکه کې، له تهکوۍ سره په شپږو پوړونو کې دپوهنتون په انګړ کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۰۰۰ تنه محصلینو د ځایدو ظرفیت ولري، چې د جوړیدو چارې یې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت د روان کال په اوږدو کې لسګونه لیلیې د محصلینو د ستونزو راکمولو په موخه په بیلابیلو ولایتونو کې جوړ يې او ګټې اخیستنې ته سپارلی دي.