د ملي پراختیا شرکت ښارګوټو ته انټرنیټي خدمتونه چمتوکیږي
چهارشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت او افغان تیلې کام مخابراتي شرکت رهبري پلاوي ترمنځ د نویو رغول شویو ښارګوټو لپاره دانټرنیټي خدمتونو چمتوکولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاءالله شفیق، د دفتر رییس رفیع الله عزیزي، دملاتړې ادارې ریس عبدالفتاح مخلص، د کورجوړونې تخنیکي مرستیال ناصرجمال اود افغان تیلې کام مخابراتي شرکت عمومي رییس محمد فواد انورزي ګډون کړی وو. د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال ضیاالله شفیق په نویو جوړو شویو ښارګوټوکې دانټرنیټي خدمتونو له چمتوالي خبر ورکړ وې ویل له افغان تیلې کام مخابراتي شرکت سره به ترهراړخیز تړون وروسته، دغو ښارګوټو کې انټرنیټي خدمتونه فعاله شي. بل خوا د افغان تیلې کام مخابراتي شرکت عمومي رییس د انټرنیټي خدمتونو فعالولو ته چمتوالی وښود او ژمنه یې وکړه چې له نهایي تړون وروسته به په دغو ښارګوټو کې غوره انټرنیټي خدمتونه چمتو کړي. په ښارګوټوکې د انټرنیټي خدمتونو موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې همدا مهال د ملي يراختیا شرکت کورجوړونې ودانیز ریاست له لوري د دریو ښارګوټو (لاله، سنایي غزنوي او بګرامیو) د جوړیدو کارونه روان دي چې ټاکل شوې ترڅو راتلونکو میاشتو پورې د سنایي غزنوي ښارګوټي کارونه بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عدلیې وزارت پخوانۍ ودانۍ بیارغولو چارې به ډیر ژر بشپړې شي
چهارشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۰ د عدلیې وزارت پخوانۍ ودانۍ چې دکابل ښار پښتونستان واټ سره موقعیت لري د بیارغولو چارې به یې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ودانۍ په دریو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: اوبو رسونې سیستم، بريښنا سیستم، فاضله اوبو سیستم او نورو معیاري امکاناتو په درلودلو سره بیارغول شوې ده. د عدلیې وزارت پخوانۍ ودانۍ د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې په مالي لګښت بیارغول کیږي چې ۹۵ سلنه عملي چارې يې پرمخ تللي دي. دغه ودانۍ په داسې حال کې بیارغول کیږي چې همدا مهال لسګونه بیلابیلې دولتي ادارې د ملي پراختیا شرکت له لوري د جوړیدو او بیارغولو په حال کې دي.
دلویې څارنوالۍ د الحاقیې ودانیو جوړولو چارو کې پرمختګ
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ د لويې څارنوالۍ د الحاقیې ودانیو جوړولوچارې چې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوي ګړندۍ پرمخ روانې دي او تردې مهاله یې ۴۱ سلنه رغنیزې چاري بشپړې شوې دي. دغه ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري په ملي معیارونو او عصري وسایلو سمبال جوړیږي، مالي لګښت یې د پایتخت زون پرمختیایي ادارې لخوا ورکول کیږي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال ملي پراختیا شرکت د هیواد په کچه سلګونه لویې او وړې پروژې تر کار لاندې لري، چې زرګونه هیواد والو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د واغظ ولسوالۍ جومات د جوړیدو چارې روانې دي
دوشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۰ د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ کې د حضرت بلال (رض) جامع جومات چې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي رغنیزې چارې یې ښې پرمخ روانې دي. دغه جومات په ۳ زره متر مربع مساحت ځمکه کې په دو پوړونو کې له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۶۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځایدو وړتیا ولري او مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د یا دونې وړده چې د غزني ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته جوماتونو د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت له لورې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د جمعیت افغان کوټ ښوونځی د ګټې اخیستنې په درشل کې
یکشنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۰ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د یو باب ښوونځي د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی. دغه ښوونځی ۲۴ درسي خونې لري چې د ټولو اړینو ملحقاتو سره د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړ شوی او مالي لګښت يې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا ورکړل شوی دی. د یا دونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت د زده کوونکو د ستونزو راکمولو په موخه په بیلابیلو ولایتونو کې ښوونځي جوړ او کټې اخیستنې ته سپارلي دي.
په خواجه عمري ولسوالۍ کې د جامع جومات رغنیزې چارې
شنبه ۹ زمری ۱۴۰۰ د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې دسعد بن ابي وقاص (رض) جامع جومات د جوړیدو چارې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي، ګړندۍ پرمخ روانې دي. دغه جومات په ۹۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو سره، د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۴۵۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت ولري. داپه داسې حال کې ده چې ددې ولایت په بیلابیلو ولسوالیوکې هم د ورته جوماتونو دجوړیدو چارې دملي پراختیا شرکت له لوري روانې دي چې یوشمیر یې د ګټې اخیستنې په درشل کې دي.