Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

په لوګر کې د سړې خونې د جوړولو په چارو کې پرمختګ

دوشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۰ په لوګر ولایت کې د یو باب سړې خونې د جوړولو په چارو کې چې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي پرمختګ شوی دی. دغه سړه خونه د محمد آغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د ۱۵ زره ټنه کرنیزو حاصلاتو د ځاییدو وړتیا ولري. ددې سړنې خونې مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاټړې ادارې له خوا ورکول کیږي. ددې سړې خونې د جوړیدو چارې په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د لوګر په مرکز پل علم کې هم د یوې معیاري سړې خونې دجوړيدو چارې پیل شي.

اگست 10th, 2021|Categories: جوړول|

تخار کې د نمک آب کانال دمسیر بدلولو چارې

دوشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۰ په تخار ولایت کې د ۱،۲ کلیومتره اوبو کانال د مسیر بدلولو او جوړیدو چارې دملي پراختیا شرکت هلمند ودانیز ریاست له لوري ګړندۍ پرمخ روانې دي. دغه کانال چې د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ یوشمیر سیمو ته يې د څښاک پاکو اوبو او کروندو خړوبولو لپاره ترې ګټه پورته کیده، له معدني سیمو څخه په تیریدو سره يي اوبه تروشې او د څښلو وړ نه وې، خو ملي پراختیا شرکت ددې اوبو مسیر بدلولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي. دغه پروژه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متر سور لري چې د ۱۱ زره هکټاره ځمکې د خړبولو وړتیا لري. په یاده پروژه کې د ځمکې کیندل، د غره برش کول او د اوبو مسیر بدلول شامل دي چې مالي لګښت یې د اوبو د تنظیم ملي ادارې لخوا ورکول کیږي. دغه پروژه په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لوري پلي کیږي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ددې شرکت له لوري د اوبو بندونو جوړیدو چارې روانې دي، چې یو شمیر بشپړې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې هم دي.

اگست 9th, 2021|Categories: راپورونه|

د بغلان ولایت شورابک کان لرونکې سیمه کې د سکرو ډبرو کیندنو پیل

یکشنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اړوند شمال ډبرو سکرو ریاست د تخنیکي کارمندانو د هلوځلو له کبله او د فعالیت ساحې پراخولو په موخه ، د شورابک ډبرو سکرو کان کې د سړکونو جوړولو او موندنو عملي کارونه جریان لري. دغه کان کې تیر کال د شمال ډبرو سکرو ریاست فني کارکوونکو جیولوجیکي څیړنې ترسره کړې او معلومه شوه چې د شورابک کان د دودکش او کرکر کانونو یوه برخه ده چې دکميت اوکیفیت له لحاظه د ګټې اخیستنې ښه وړتیا لري. د یادونې وړده چې له دې کان څخه د استخراج او ګټې اخیستنې سره به سلګونه کسانو ته دکار زمینه برابره شي او د هیواد په اقتصادي وده کې به مهمه رول ولوبوي.

اگست 8th, 2021|Categories: راپورونه|

د افغان پست ریاست مرکزي دفتر بیارغونه

شنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۰ د افغان پست ریاست یو شمیر مهمې برخې لکه: د ودانیو بیا رغونه، د اوبو رسونې سیستم، د فاضله اوبو سیستم، فرنیچر او انترنیټ د ملي پراختیا شرکت بنايي او افغاني ودانیز ریاستونو له لوري ترمیم او بیارغول شوي دي، چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکړل شوی دی. دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي ملي پراختیا شرکت د لسګونو ودانیزو پروژو د بیارغونې او ترمیم چارې په کابل او ولایتونو کې پیل کړي چې یو شمیر يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اگست 7th, 2021|Categories: بیارغونه|

د بادغیس کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون چارې بشپړې شوي دي

شنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۰ د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو کې د کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د جوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینو څانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی. ددې روغتون مالي لګښت يې د عامې روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوی دی. دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.

اگست 7th, 2021|Categories: جوړول|

سرپل کې د کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د ګټې اخیستنې په درشل کې

پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ په سرپل ولایت کې د کوید ۱۹ پنځوس بستریز روغتون د جوړیدو چارې بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون په ۲۴۴۸متر مربع مساحت ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: د بستر خونې، عملیات خونه، بیړنې څانګه، لابراتوار، درملتون، ایکسرې او نورو اړینوڅانګو په درلودلو سره جوړ شوی دی. دغه روغتون د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست له لوري جوړ شوی، چې مالي لګښت يې د عامې روغتیا وزارت لخوا ور کړل شوی دی. دا روغتون په داسي حال کې د ملي پراختیا شرکت له لورې جوړیږي چې په دې وروستیو کې دغه شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره مجهز روغتونونه جوړ کړي دي.

اگست 5th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top