د ملي پراختیا شرکت رهبري اوغړو اداري ناسته ترسره کړه
یکشنبه ۳۱ زمری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اداري ناسته دعمومي اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش،مرستیالانو،مشاورینو او بیبلابیلو ادارو رئیسانو په ګډون ترسره شوه . په دغه ناسته کې د رهبرۍ دعمومي رئیس او ګډونوالوترمنځ دبیلابیلوادارو پر مسؤلیتونواو دندو باندې هراړخیز بحث ترسره شو او اړونده مسؤلینوته سپارښتنه وشوه ؛ ترڅو خپل فعالیتونه او ترکارلاندې پروژې دهیواد په بیلابیلوبرخوکې په پوره ډاډ سره پیل کړي. همدارنګه دغونډې ګډونوالو د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ ته ډاډ ورکړچې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هیواد کې خپل فعالیتونه په بشپړ قوت او لیوالتیا سره بیرته پیل کړي. غونډه په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې ټینګښت اود هیواد پرمختګ لپاره د دعا یې په لوستلو پای ته ورسیده. #شرکت انکشاف ملی #ملی پراختیا شرکت
د سولې ښوونځي دیوال رغنیزې چارې به ډیر ژر بشپړې شي
شنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۰ د سولې ښوونځي دیوال رغنیزې چارې د تایمني پروژې په ۵ سړک کې به ډیر ژر بشپړې شي. ددې دیوال په جوړولو کې ۹ بابه ګارد تاورونه، دروازې، پیاده رونه او د ټول ښوونځي لپاره د بريښنا ویشلو سیستم شامل دي. دغه مکتب د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري جوړیږي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د سولې ښوونځی د ملي پراختیا شرکت له لوري په داسي حال کې جوړیږي چې دغه شرکت په لسګونه بابه ښوونځي په ټول هیواد کې جوړ او کټې اخیستنې ته سپارلې دي.
لوګر کې د دولتی ملیمستون جوړولو په چارو کې پرمختګ
پنجشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۰ لوګر ولایت کې د یو باب ملیمستون د جوړولو چارې په چټکې سره رواني دي چې ۴۵ سلنه عملي چارې يې بشپړې شوي دي. دغه ملیمستون ۷۷۵ مربع مترمساحت ځمکه باندي په دریو پوړونو کې جوړیږي چې ۲۴ بیلابیلې خونې او یو لوی تالار لري. ددې ملیمستون د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت افغاني وادنیز ریاست پرمخ وړي چې مالی لګښت يې د محلي اروګانونو انسجام ریاست له لورې ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري په لوګر ولایت کې بیلابیلې نورې وادنیزې پروژې هم دجوړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل وشي.
نږدې راتلونکې کې به د میدانښار جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
چهارشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۰ د میدان وردګو لایت مرکز میدانښار کې د یو لوی جامع جومات ودانیزې چارې د بشپړیدو په حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جامع جومات په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول له ټلواړینوو ملحقاتو سره جوړشوی چې په یو وخت کې د ۲ زره تنه لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت لري. د یاد جامع جومات د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنایي ودانیز ریاست له لوري د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې په مالي لګښت ترسره شوې دي. د یادونې وړده چې ملي پراختیا شرکت له تیر یوکال راهیسې سلګونه جوماتونه په بیلابیلو ولایتونو او لسوالیوکې جوړکړي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له لوري د میوه لرونکو باغونو جوړیدنه
سه شنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند دهډې فارم عبدالخیلو بلاک کې په ۴۷۶ جریبه ځمکه کې د ستروسو او نورو میوه لرونکو ونو باغونو د جوړولو چارې پیل شوې. د ننګرهار وداي کرنیز ریاست مسؤلین وایي د عبدالخېلو بلاک باغونه چې پراخه تاریخي مخینه لري شاوخوا ۱۷۱ هکتاره ځمکه په واک کې لري خو د خپل منځي جګړو له امله تخریب شوې وه اوس د ملي پراختیا شرکت غواړي چې یاد بڼ د میوه لرونکو ونوپه کینولو سره جوړکړي. دوي دغه برنامه د سیمې اوسیدونکو لپاره د کاري بوختیاوو په برخه کې پرځای ګام بولي چې په کې به لسګونه تنه بې روزګاره ځوانان په کار بوخت شي. داپه داسې حال کې ده چې ملي پراختیا شرکت هوډ لري ترڅو د عبداخېلو بلاک کې دځانګړومیلمنو لپاره ودانۍ او یو نمونه یي بڼ چې هر ډول میوه لرونکې ونې به په کې وي هم جوړ کړي.
د پولي تخنیک پوهنتون د تکنالوژۍ تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې
سه شنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۰ د پولي تخنیک پوهنتون د تکنالوژۍ تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي ودانیز ریاست له لوري پیل شوې. د غه ودانۍ د ۴ زره تنه محصلينو دځایيدو وړتيا لري چې په پنځو پوړونو کې د ټولو اړینو ملحقاتو لکه: درسي خونې، کنفراس خونې، کمپیوتر لب، لابراتوار، شنه ساحه او نورو ټولو امکاناتو په درلودلو سره د جوړیدو په حال کې ده. د یادې تدریسي ودانۍ مالي لګښت د جمهوري ریاست ملاتړې ادارې له خوا ورکول کیږي. د یادونې وړده چې څه موده وړاندې د پولي تخنیک پوهنتون چاپیریال ساتنې پوهنځي تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې دي.