راپورونه

د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه وکړه
د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال ۱۰مه | د ۱۴۰۵ کال د غوايي (ثور) ۷مه: د ا.ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، محترم مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې ملي پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره.

په دې پلاوي کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري یې مشري کوله، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی محترم مولوي احرار او د یادو ادارو یو شمېر متخصصینو ګډون درلود.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري د دې لیدنې پر مهال، د اوبو سم مدیریت د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا وبلله. نوموړي د ملي پراختيا شرکت اوسنۍ کړنې د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام وباله او د یادې پروژې په بشپړېدو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور د قوش‌تېپې کانال روانې چارې د هېواد د پرمختګ لپاره خورا اغېزمنې وبللې او په دې ملي پروژه کې یې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ نه ستړې کېدونکې هڅې وستایلې. نوموړي د دا کانال د هېواد د اقتصادي ثبات او ځان‌بساینې په لار کې یو حیاتي بدلون یاد کړ او د چارو ادارې له لوري یې په راتلونکي کې د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده هم یاده پروژه د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو بنسټیز ګام یاد کړ او ویې ویل، چې د دغه ډول سترو ملي پروژو په پلي کېدو سره به د افغانستان اوبه په بشپړ ډول مهار او د هېواد د آبادۍ او کرنې د غوړېدو په موخه به ترې اغېزمنه ګټه پورته شي.

په ورته وخت کې، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت استازي محترم مولوي احرار وویل، چې دا پروژه به د سیمې په کچه د افغانستان اقتصادي موقف پیاوړی کړي او د هېواد د ملي عوایدو په لوړولو کې به بنسټیز رول ولوبوي.

همدارنګه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، له یاد پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ملي شرکت تخنیکي ټیمونه په خورا چټکۍ سره په کار بوخت دي، ترڅو د پروژې پاتې چارې د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ژر بشپړې او بل پړاو ته نږدې شي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او اوسمهال د کانال په مسیر کې پر ۲۸ پلونو او د اوبو پر کنټرولوونکو ساختمانونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ ورسېږي.

The post د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه وکړه appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د افغانستان اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی رئیس په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر وکړ
په دې سفر کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم ملتیا کوله.

افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو لپاره اغېزمنې وبللې.

همدارنګه افغان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات ترسره کړل، چې له ډلې یې د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکه، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو اداره او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنې تر سره شوې.

دغه راز په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د صنعت او کرنیزو ماشین‌الاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زده‌کړو په برخو کې به دوه‌اړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.

The post د افغانستان اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی رئیس په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر وکړ appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ننګرهار ولايت ته سفر وکړ
۲۱ لړم ۱۴۰۴ :د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن “عطاش” او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمدنعیم آخند سره د کتنې ترڅنګ له یو شمېر پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه.

په دې لیدنه کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیال حاجي احمد هم ګډون درلود، د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې له نږدې وارزول شوې او ځایي مسؤلینو ته د روانو چارو اړوند اړینې لارښوونې وشوې.

ښاغلي عطاش د ساحوي ليدنې په ترڅ کې وويل چې د ختيځ روغتيايي کمپلکس پروژه په روغتیايي برخه کې د ختیځو ولایتونو لپاره ځانګړي ارزښت لري او زموږ هڅه دا ده، ترڅو د پروژې اړوند چارې په معیاري بڼه ترسره شي.

دغه راز، پلاوي په جلال آباد ښار کې د سپین جومات له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي عطاش وويل، چې د جومات نیمګړې چارې به ډېر ژر بېرته پیل او ملي پراختيا شرکت به یې د بشپړېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او سرچينو کار واخلي.

د یادونې ده، چې د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې اوس‌مهال ۵۲.۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې د پلان له مخې د پلي کېدو په درشل کې دي.

The post د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ننګرهار ولايت ته سفر وکړ appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې
۷ لړم ۱۴۰۴: د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان “بلال” او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن “عطاش” د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ.

ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي.

دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان “بلال” هم د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی.

نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید په ګډ مسؤلیت سره بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژې چارې اوسمهال په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي. د سربند ودانیزې چارې نږدې ۸۵ سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ساختمانونو هم کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د آمو سیند څخه سرچینه اخلي او په خپلو اوږدو کې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي. دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.

The post شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش‌تپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
۱۹ وږی ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تپې کانال له روانو چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې د اړوند چارو پرمختګ، په پروژه کې د ښکېل څانګو تر منځ  د همغږۍ او  همدارنګه تر کار لاندې چارو د کیفي څارنې او ارزونې په موخه، د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ.

ښاغلي عطاش له خپل مل پلاوي سره لومړی د قوش‌تپې کانال له سربند څخه لیدنه ترسره کړه  او د دې سترې ودانیزې برخې چارې یې له نږدې وارزولې. نوموړي له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا معیاري او مسلکي پلي کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه په چارو کې د کیفیت په پام کې نیول مهم وبلل او مسؤلینو ته یې د ورکړل شوي پلان مطابق د چارو په پلي کېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي عطاش همدارنګه له سربند څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال په اوږدو کې له روانو ودانیزو چارو (د کانال کیندنه، د کانال ډکون، د ګڼو پلونو او اوبو تنظیموونکو ساختمانونو) څخه لیدنه ترسره کړه څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې چارې د ټاکل شوي پلان او کیفیت سره سم پرمخ ځي. نوموړي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د هرې برخې مسؤلینو ته د چارو د لا نظم، کیفیت خوندیتوب او پلان مطابق پلي کولو اړوند، اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش همدارنګه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه تر څو دا ستره او ملي پروژه د افغانانو د هیلو سره سم، په لوړ معیار او کیفیت پلې کړي.

د یادونې وړ ده چې د قوش‌تپې کانال پروژې چارې، اوسمهال په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي. د سربند ودانیزې چارې نږدې ۸۹ سلنه، د دویم فاز د کېندنې او ډکون چارې ۹۳ سلنه او دغه راز د کانال په مسیر کې  د دوه پلونو چارې بشپړې شوې او د لسو نورو پلونو چارې هم مهاله تر کار لاندې دي.

یاده دې وي، چې د قوش‌تپې کانال پروژه د هېواد له سترو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د آمو سیند څخه سرچینه اخلي او پخپل مسیر کې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو اړوند زرګونو هکتاره ځمکو خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبه لېږدوي.

The post د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د قوش‌تپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

ملي پراختیا شرکت د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو د کانونو استخراج پيل کړ
۱۲ وږی ۱۴۰۴: د سرپل ولایت په بلخآب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو کانونو د معياري استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلوونکو سړکونو پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئيس، مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د افعانستان بانک لوی رئیس نور احمد آغا، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د فاریاب ولايت والي مولوي عبدالحد فضلي او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً کې پرانیستل شوه.

په دې اړه ترتيب شويو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند وویل، افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی او باید د دغو سرچینو د اعظمي استفادې لپاره د پروسس او تولید فابریکې دننه جوړې شي، څو کاري فرصتونه زیات او کورنی صنعت پیاوړی شي.

نوموړي زیاته کړه، د بلخآب د ډبرو سکارو حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول پرمخ ځي. د ده په وینا، دغه شرکت د کانونو د استخراجي چارو د آسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه هم رغولي، چې د کانونو ترمنځ نښلوونکي دنده په غاړه لري.

هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو قدرداني وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د استخراج پروسه لا معیاري، له ضایعاتو خوندي او د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم پرمخ یوړل شي. نوموړي د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې هغوی ته به د اړتیا وړ سکاره په مناسبه بیه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم پراخې آسانتیاوې رامنځته شي.

دغه راز په دې غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال وویل، چې د یاد لوی ریاست تر چتر لاندې شرکتونه ژمن دي، چې د سکارو کانونه په مسلکي ډول استخراج کړي او د ضایعاتو مخنیوی وشي.

نوموړي څرګنده کړه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري دلته کانونه په داسې بڼه برابر شوي، چې د نړۍ له منل شوو معیارونو سره سمون لري. د ده په وینا، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج بهیر په دومره معیاري او پرمختللي ډول عملي کېږي.

هغه زیاته کړه، کانونه د ملت امانت دي او هر هغه کان چې دوی ته سپارل کېږي، د ملي شتمنۍ په سترګه ورته ګوري، د هغې ساتنه کوي او هڅه کوي، چې له ټولو مسلکي او قانوني اصولو سره سم ترې ګټه واخلي.

د غونډې پر مهال، د سرپل ولایت والي مولوي محمد ظریف مظفر وویل، د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بلخآب د سکارو د کانونو او نښلوونکو سړکونو پرانیسته د همدې هڅو یوه څرګنده نښه ده.

نوموړي دا هم وویل، چې یاده پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې شوې، او دا ډول اقدامات ښيي چې اسلامي امارت د هېواد د طبیعي زېرمو، معیاري مدیریت او پراختیا ته ژمن دی.

په ورته مهال د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، چې د افغانستان د آبادی او پرمختګ مسؤلیت پر افغانانو دی، نه پر نورو. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان باید له یو بل سره همکار واوسي. ښاغلي سرحدي وويل چې نوموړې پروژه د ملي یووالي او ګډ کار یوه غوره بېلګه ده.

د نوموړي په وینا، افغانستان د کانونو له پلوه شتمن هېواد دی او باید داسې مدیریت وشي چې راتلونکو نسلونو ته اقتصادي ثبات پرېښودل شي. هغه د ملي پراختیا شرکت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه شرکت په بلخاب ولسوالۍ کې خلکو ته ګڼ خدمتونه وړاندې کړي او تمه ده چې دا لړۍ لا پراخه شي.

د بلخاب په کانونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ صوفونه (سمڅې) کیندل شوي، چې له دوه زره زیات کسان پکې په مستقیم ډول په کار بوخت دي.، چې له دې کانونو څخه په کلني ډول نږدې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجېږي او پلان شته چې دغه ظرفیت نور هم لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د بلخآب د ډبرو سکارو کانونه د هېواد له سترو اقتصادي زېرمو څخه ګڼل کېږي او د ملي پراختیا شرکت په مدیریت کې یې د معیاري استخراج پروسه د هېواد د انرژۍ او صنعت د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

The post ملي پراختیا شرکت د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکارو د کانونو استخراج پيل کړ appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې چارې رسماً پیل شوې
۹ وږی ۱۴۰۴: د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې ودانیزې چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً پیل شوې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د سمنټو د تولید درېیمې فابریکې پرانېسته د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري او دا فابریکه به د کورني تولید ظرفیت لوړ کړي، د وارداتو اړتیا به راټیټه کړي، د سمنټو بیو (نرخونو) په ثبات ساتلو او د ملي اقتصاد په وده کې به ګټور پرېوځي.

د نوموړي په وینا، صنعتي کېدل د هر هېواد د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي او هغه هېوادونه چې صنعتي فابریکې لري، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه لري. هغه زیاته کړه، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې پروژه به د ځان بسیاینې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو  او د هېواد د صنعتي کېدو په برخه کې مهم ګام وي.

په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال هم دغه فابریکه د هېواد د صنعتي خپلواکۍ لپاره مهمه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د فابریکې په فعالیت سره به ځوانانو ته د کار او اشتغال نوې زمینه برابره او د اقتصادي ودې لپاره به لاره هواره شي.

دغه راز د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، د فابریکې جوړېدل د هېواد د پرمختګ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده. د ده په خبره، د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره صنعت د پراختیا په حال کې دی او د غوري سمنټو درېیمه فابریکه ښيي، چې د هېواد له طبیعي زېرمو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل کېږي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې امارت به د اقتصادي برخې ملاتړ ته دوام ورکړي او د ولس او حکومت ګډ کار به د هېواد د پرمختګ تضمین وکړي

د یادونې ده، چې د غوري سمنټو درېیمه فابریکه به د ۸۶.۷ میلیون ډالرو په لګښت، چې بودیجه یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي، په ۱۸ میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته

The post په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې چارې رسماً پیل شوې appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د ملي پراختيا شرکت خپلې توليدي فابریکې ګټې اخيستنې ته وسپارلې
۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوسپنیزو توکو، کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو د تولید فابریکې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان بلال، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث نور محمد ثاقب، د هیواد د مسلح ځواکونو لوی درستیز ښاغلي قاري فصیح الدین فطرت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مولوي ذبیح الله مجاهد، د وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او د امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو ګډون درلود.

د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي پراختيا شرکت له لوري د نویو فعال شویو فابریکو پیل د هېواد د ځان بسياينې لپاره يو ستر ګام وبللو او دا فابریکې یې د يو شمېر نورو سترو پروژو پيل وګڼلو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو قدرداني وکړه، چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له ملي پراختيا شرکت څخه یې غوښتنه وکړه تر څو هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د تولیدي فابریکو بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنعت د ودې لپاره بنسټیز ګام دی، چې له مخې به یې د بهرنیو تولیداتو پر ځای د افغانستان کورنی صنعت پیاوړی او پراخ شي، ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي او د سیمه‌ییزو او بهرنیو بازارونو په پرتله به تولیدات په ارزانه بیه وړاندې شي.

دغه راز د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو جوړول به له یوې خوا برګزانو او صنعت کارانو سره مرسته وکړي او له بلې خوا به په دې برخو کې د بهرنیو وارداتو کچه کمه او افغانستان په تدريجي ډول له دې اړتیاوو خلاص شي.

ښاغلي حنفي زياته کړه، چې ملي پراختيا شرکت د توليد په برخه کې تر ټولو لومړی ګام واخيست او دغه فابریکې به د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې کړي او په لویه کې به د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.

په پای کې د غونډې ټولو ګډوالو د نویو فعالو شویو فابریکو بېلا بېلې برخې ولیدلې او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش له لوري ورته د تازه تولید شویو وسایلو او وسایطو اړوند مفصل معلومات ورکړل شول.

The post د ملي پراختيا شرکت خپلې توليدي فابریکې ګټې اخيستنې ته وسپارلې appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د ملي پراختیا شرکت له لوري د هلمند ولایت د نهر سراج کانال لومړي پړاو چارې پیل شوې
‏چهار شنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ د نهر سراج کانال د لومړي پړاو ودانیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې، د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

‏د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، دا چې په هېواد کې تر اشغال وروسته خپلواکي راغلې نو اوس هغه وخت دی، چې په ځان کې تغیر راولو او خپل ولس نورو ته له محتاجۍ څخه وژغورو او دغه ډول ملي پروژې تطبیق کړو، ځکه دا پروژې افغانان له فقر څخه ژغوري.

‏همدارنګه نوموړي زیاته کړه، د هلمند ولایت ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې دا پروژه به په ښه کیفیت او چټکۍ سره سر ته رسوو.

‏غونډې ته د وینا پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي برنامو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او دا ډول بنسټیزې پروژې د هېواد د کرنیزې ودې او خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

د دې پروژې ټولیز لګښت ۲۷۵ میلیونه او ۸۸۷ زره افغانۍ اټکل شوی، چې له هلمند او موسی‌قلعه سیندونو څخه تغذیه کېږي. دا کانال ۱۸ متر مکعبه اوبه په ثانیه کې لېږدوي او د ۲۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

‏ د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې د تطبیق چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري او د تمویل چارې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.

The post د ملي پراختیا شرکت له لوري د هلمند ولایت د نهر سراج کانال لومړي پړاو چارې پیل شوې appeared first on د ملی پراختیا شرکت.

د ملي پراختیا شرکت له لوري په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند رغنیزې چارې پیل شوې
سه شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ‏د شفلوغ بند رغنیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.

‏د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: د حکومتي چارواکو دنده دا ده، چې خپلو ولسونو ته په هره برخه کې خدمت وکړي او هغوی ته سوکالي ور په برخه کړي.

نوموړي همدارنګه د اوبو د راګرځولو او مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي، ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

غونډې ته د وینا پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ولس د اړتیاوو درک او د هغوی ستونزو د حل ژمنه لري.

نوموړي زیاته کړه: د شفلوغ بند جوړېدل به د سیمې خلکو ته ګڼې ګټې ورسوي او دغه پروژه به د لوړو تخنیکي معیارونو پر بنسټ پلي شي.

دغه راز په دې غونډه کې د ارزګان ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع وویل: اوسمهال افغانانو ته ستر مسوولیت ور تر غاړې دی او هر څوک باید د هېواد د آبادۍ په برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي.

د دې پروژې ټولیز لګښت(۱۶۵) میلیونه افغانۍ اټکل شوی، دا بند (۲۳) متره لوړوالی او (۷۷.۲۵) متره سور لري. د شفلوغ بند د (۰.۸۵) میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه کولو او تر(۲۵۹) هکتاره کرنيزو ځمکو خړوبولو وړتيا لري.

‏د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د ملي پراختیا شرکت له لوري پلې کېږي او د مالي لګښت تمویل یې د اوبو او انرژۍ وزارت پر غاړه دی.

The post د ملي پراختیا شرکت له لوري په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند رغنیزې چارې پیل شوې appeared first on د ملی پراختیا شرکت.