د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال ۱۰مه | د ۱۴۰۵ کال د غوايي (ثور) ۷مه: د ا.ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، محترم مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوشتېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې ملي پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره.
په دې پلاوي کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري یې مشري کوله، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیبالرحمن عمر اخوندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی محترم مولوي احرار او د یادو ادارو یو شمېر متخصصینو ګډون درلود.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري د دې لیدنې پر مهال، د اوبو سم مدیریت د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا وبلله. نوموړي د ملي پراختيا شرکت اوسنۍ کړنې د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام وباله او د یادې پروژې په بشپړېدو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور د قوشتېپې کانال روانې چارې د هېواد د پرمختګ لپاره خورا اغېزمنې وبللې او په دې ملي پروژه کې یې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ نه ستړې کېدونکې هڅې وستایلې. نوموړي د دا کانال د هېواد د اقتصادي ثبات او ځانبساینې په لار کې یو حیاتي بدلون یاد کړ او د چارو ادارې له لوري یې په راتلونکي کې د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیبالرحمن عمر اخوندزاده هم یاده پروژه د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو بنسټیز ګام یاد کړ او ویې ویل، چې د دغه ډول سترو ملي پروژو په پلي کېدو سره به د افغانستان اوبه په بشپړ ډول مهار او د هېواد د آبادۍ او کرنې د غوړېدو په موخه به ترې اغېزمنه ګټه پورته شي.
په ورته وخت کې، د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت استازي محترم مولوي احرار وویل، چې دا پروژه به د سیمې په کچه د افغانستان اقتصادي موقف پیاوړی کړي او د هېواد د ملي عوایدو په لوړولو کې به بنسټیز رول ولوبوي.
همدارنګه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، له یاد پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ملي شرکت تخنیکي ټیمونه په خورا چټکۍ سره په کار بوخت دي، ترڅو د پروژې پاتې چارې د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ژر بشپړې او بل پړاو ته نږدې شي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او اوسمهال د کانال په مسیر کې پر ۲۸ پلونو او د اوبو پر کنټرولوونکو ساختمانونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ ورسېږي.
