کابل، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالحجې ۹مه | د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۵مه: د ملي پراختیا شرکت د مذهبي او کلتوري مرکزونو د آبادۍ په لړ کې، د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په دې لویه مذهبي پروژه، په ټولیزه توګه ۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ملي پراختیا شرکت د مسلکي انجنیرانو لخوا په خورا لوړ کیفیت او عصري ډیزاین رغول شوې ده.
د ددې پروژې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایېدلو وړتیا لري.
دغه راز یاد جومات د ۷۵۰ تنو په ظرفیت د فاتحې یو صالون، د اوداسه مجهزه خونه، د اوبو ژوره څاه او یوه لویه ذخیره لري، چې ترڅنګ یې د چاپېریال د ښکلا او خوندیتوب لپاره پراخه شنه ساحه او احاطوي دېوال هم جوړ شوی دی.
د یادونې ده، چې د ملي پراختیا شرکت اوسمهال په هېواد کې د اوبو مدیریت، صنعت او آبادۍ په برخو کې ګڼې سترې زېربنایي پروژې پرمخ وړي، چې موخه یې د هېواد پر ځان بساینه او هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرول دي.