۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوسپنیزو توکو، کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو د تولید فابریکې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان بلال، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث نور محمد ثاقب، د هیواد د مسلح ځواکونو لوی درستیز ښاغلي قاري فصیح الدین فطرت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مولوي ذبیح الله مجاهد، د وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او د امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو ګډون درلود.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي پراختيا شرکت له لوري د نویو فعال شویو فابریکو پیل د هېواد د ځان بسياينې لپاره يو ستر ګام وبللو او دا فابریکې یې د يو شمېر نورو سترو پروژو پيل وګڼلو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو قدرداني وکړه، چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له ملي پراختيا شرکت څخه یې غوښتنه وکړه تر څو هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د تولیدي فابریکو بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنعت د ودې لپاره بنسټیز ګام دی، چې له مخې به یې د بهرنیو تولیداتو پر ځای د افغانستان کورنی صنعت پیاوړی او پراخ شي، ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي او د سیمهییزو او بهرنیو بازارونو په پرتله به تولیدات په ارزانه بیه وړاندې شي.
دغه راز د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو جوړول به له یوې خوا برګزانو او صنعت کارانو سره مرسته وکړي او له بلې خوا به په دې برخو کې د بهرنیو وارداتو کچه کمه او افغانستان په تدريجي ډول له دې اړتیاوو خلاص شي.
ښاغلي حنفي زياته کړه، چې ملي پراختيا شرکت د توليد په برخه کې تر ټولو لومړی ګام واخيست او دغه فابریکې به د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې کړي او په لویه کې به د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.
په پای کې د غونډې ټولو ګډوالو د نویو فعالو شویو فابریکو بېلا بېلې برخې ولیدلې او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش له لوري ورته د تازه تولید شویو وسایلو او وسایطو اړوند مفصل معلومات ورکړل شول.