په دې سفر کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم ملتیا کوله.
افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو لپاره اغېزمنې وبللې.
همدارنګه افغان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات ترسره کړل، چې له ډلې یې د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکه، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو اداره او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنې تر سره شوې.
دغه راز په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د صنعت او کرنیزو ماشینالاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زدهکړو په برخو کې به دوهاړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.
