۲۱ لړم ۱۴۰۴ :د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن “عطاش” او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمدنعیم آخند سره د کتنې ترڅنګ له یو شمېر پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه.
په دې لیدنه کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیال حاجي احمد هم ګډون درلود، د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې له نږدې وارزول شوې او ځایي مسؤلینو ته د روانو چارو اړوند اړینې لارښوونې وشوې.
ښاغلي عطاش د ساحوي ليدنې په ترڅ کې وويل چې د ختيځ روغتيايي کمپلکس پروژه په روغتیايي برخه کې د ختیځو ولایتونو لپاره ځانګړي ارزښت لري او زموږ هڅه دا ده، ترڅو د پروژې اړوند چارې په معیاري بڼه ترسره شي.
دغه راز، پلاوي په جلال آباد ښار کې د سپین جومات له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي عطاش وويل، چې د جومات نیمګړې چارې به ډېر ژر بېرته پیل او ملي پراختيا شرکت به یې د بشپړېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او سرچينو کار واخلي.
د یادونې ده، چې د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې اوسمهال ۵۲.۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې د پلان له مخې د پلي کېدو په درشل کې دي.
