چهار شنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ د نهر سراج کانال د لومړي پړاو ودانیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې، د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، دا چې په هېواد کې تر اشغال وروسته خپلواکي راغلې نو اوس هغه وخت دی، چې په ځان کې تغیر راولو او خپل ولس نورو ته له محتاجۍ څخه وژغورو او دغه ډول ملي پروژې تطبیق کړو، ځکه دا پروژې افغانان له فقر څخه ژغوري.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، د هلمند ولایت ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې دا پروژه به په ښه کیفیت او چټکۍ سره سر ته رسوو.
غونډې ته د وینا پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي برنامو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او دا ډول بنسټیزې پروژې د هېواد د کرنیزې ودې او خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۲۷۵ میلیونه او ۸۸۷ زره افغانۍ اټکل شوی، چې له هلمند او موسیقلعه سیندونو څخه تغذیه کېږي. دا کانال ۱۸ متر مکعبه اوبه په ثانیه کې لېږدوي او د ۲۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې د تطبیق چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري او د تمویل چارې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.