Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د جبل‌السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پیل د بنسټ ډبره نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له لوري په رسمي ډول کېښودل شوه. په دغو پرتمینو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر محترم ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر محترم ملا محمد یونس آخندزاده، د شهیدانو معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید آخند، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د صنعت او سوداکرۍ وزارت مرستیال، د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال، د یو شمېر ولایتونو والیانو او اړوندو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو. په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یادې پروژې پر پیل کېدو خوښي وښوده او دا یې د هېواد د صنعتي خپلواکۍ او اقتصادي ثبات لپاره یو ستر ګام وباله. نوموړي د هېواد پر کورني تولید او د هغې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اقتصادي ثبات لپاره د داسې لویو پروژو پلي کول حیاتي دي. په ورته وخت کې، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د جبل‌السراج د سمنټو دا فابریکه په نوې طرحې او پرمختللي ډیزاین سره جوړېږي چې په فعالېدو [...]

جولای 9th, 2026|Categories: راپورونه|

د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالحجې ۹مه | د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۵مه: د ملي پراختیا شرکت د مذهبي او کلتوري مرکزونو د آبادۍ په لړ کې، د میدان وردګو ولایت د جامع جومات ودانیزې چارې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. په دې لویه مذهبي پروژه، په ټولیزه توګه ۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ملي پراختیا شرکت د مسلکي انجنیرانو لخوا په خورا لوړ کیفیت او عصري ډیزاین رغول شوې ده. د ددې پروژې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایېدلو وړتیا لري. دغه راز یاد جومات د ۷۵۰ تنو په ظرفیت د فاتحې یو صالون، د اوداسه مجهزه خونه، د اوبو ژوره څاه او یوه لویه ذخیره لري، چې ترڅنګ یې د چاپېریال د ښکلا او خوندیتوب لپاره پراخه شنه ساحه او احاطوي دېوال هم جوړ شوی دی. د یادونې ده، چې د ملي پراختیا شرکت اوسمهال په هېواد کې د اوبو مدیریت، صنعت او آبادۍ په برخو کې ګڼې سترې زېربنایي پروژې پرمخ وړي، چې موخه یې د هېواد پر ځان بساینه او هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرول دي.

مې 26th, 2026|Categories: راپورونه|

د ا.ا.ا یو لوړپوړي پلاوي د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه وکړه

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال ۱۰مه | د ۱۴۰۵ کال د غوايي (ثور) ۷مه: د ا.ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، محترم مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې ملي پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره. په دې پلاوي کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري یې مشري کوله، د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی محترم مولوي احرار او د یادو ادارو یو شمېر متخصصینو ګډون درلود. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري د دې لیدنې پر مهال، د اوبو سم مدیریت د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا وبلله. نوموړي د ملي پراختيا شرکت اوسنۍ کړنې د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام وباله او د یادې پروژې په بشپړېدو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور د قوش‌تېپې کانال روانې چارې د هېواد د پرمختګ لپاره خورا اغېزمنې وبللې او په دې ملي پروژه کې یې د ملي [...]

اپریل 27th, 2026|Categories: راپورونه|

د افغانستان اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی رئیس په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر وکړ

په دې سفر کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم ملتیا کوله. افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې او دا ډول لیدنې یې د دواړو هېوادونو لپاره اغېزمنې وبللې. همدارنګه افغان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات ترسره کړل، چې له ډلې یې د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکه، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو اداره او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنې تر سره شوې. دغه راز په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د صنعت او کرنیزو ماشین‌الاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زده‌کړو په برخو کې به دوه‌اړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.

فبروري 17th, 2026|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ :د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن "عطاش" او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمدنعیم آخند سره د کتنې ترڅنګ له یو شمېر پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه.   په دې لیدنه کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیال حاجي احمد هم ګډون درلود، د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې له نږدې وارزول شوې او ځایي مسؤلینو ته د روانو چارو اړوند اړینې لارښوونې وشوې.   ښاغلي عطاش د ساحوي ليدنې په ترڅ کې وويل چې د ختيځ روغتيايي کمپلکس پروژه په روغتیايي برخه کې د ختیځو ولایتونو لپاره ځانګړي ارزښت لري او زموږ هڅه دا ده، ترڅو د پروژې اړوند چارې په معیاري بڼه ترسره شي.   دغه راز، پلاوي په جلال آباد ښار کې د سپین جومات له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي عطاش وويل، چې د جومات نیمګړې چارې به ډېر ژر بېرته پیل او ملي پراختيا شرکت به یې د بشپړېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او سرچينو کار واخلي. د یادونې ده، چې د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې اوس‌مهال ۵۲.۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې د پلان له مخې د پلي کېدو په درشل کې دي.

نوومبر 12th, 2025|Categories: راپورونه|

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

۷ لړم ۱۴۰۴: د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان "بلال" او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن "عطاش" د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي. دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان "بلال" هم د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی. نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید [...]

اکتوبر 29th, 2025|Categories: راپورونه|
Go to Top