Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

په پلخمري کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې چارې رسماً پیل شوې

۹ وږی ۱۴۰۴: د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سمنټو درېیمې فابریکې ودانیزې چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په حضور کې رسماً پیل شوې. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د سمنټو د تولید درېیمې فابریکې پرانېسته د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري او دا فابریکه به د کورني تولید ظرفیت لوړ کړي، د وارداتو اړتیا به راټیټه کړي، د سمنټو بیو (نرخونو) په ثبات ساتلو او د ملي اقتصاد په وده کې به ګټور پرېوځي. د نوموړي په وینا، صنعتي کېدل د هر هېواد د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي او هغه هېوادونه چې صنعتي فابریکې لري، د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ځانګړې ونډه لري. هغه زیاته کړه، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې پروژه به د ځان بسیاینې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو  او د هېواد د صنعتي کېدو په برخه کې مهم ګام وي. په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمدجان بلال هم دغه فابریکه د هېواد د صنعتي خپلواکۍ لپاره مهمه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د فابریکې په فعالیت سره به ځوانانو ته د کار او اشتغال نوې زمینه برابره او د اقتصادي ودې لپاره به لاره هواره شي. [...]

اگست 31st, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختيا شرکت خپلې توليدي فابریکې ګټې اخيستنې ته وسپارلې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴: د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوسپنیزو توکو، کرنیزو او صنعتي ماشین آلاتو د تولید فابریکې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان بلال، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث نور محمد ثاقب، د هیواد د مسلح ځواکونو لوی درستیز ښاغلي قاري فصیح الدین فطرت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د اسلامي امارت ویاند ښاغلي مولوي ذبیح الله مجاهد، د وزارتونو یو شمېر مرستیالانو او د امارتي شرکتونو اجرائیوي رئیسانو ګډون درلود. د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي پراختيا شرکت له لوري د نویو فعال شویو فابریکو پیل د هېواد د ځان بسياينې لپاره يو ستر ګام وبللو او دا فابریکې یې د يو شمېر نورو سترو پروژو پيل وګڼلو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو قدرداني وکړه، چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا [...]

جولای 22nd, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت له لوري د هلمند ولایت د نهر سراج کانال لومړي پړاو چارې پیل شوې

‏چهار شنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ د نهر سراج کانال د لومړي پړاو ودانیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې، د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې. ‏د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، دا چې په هېواد کې تر اشغال وروسته خپلواکي راغلې نو اوس هغه وخت دی، چې په ځان کې تغیر راولو او خپل ولس نورو ته له محتاجۍ څخه وژغورو او دغه ډول ملي پروژې تطبیق کړو، ځکه دا پروژې افغانان له فقر څخه ژغوري. ‏همدارنګه نوموړي زیاته کړه، د هلمند ولایت ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې دا پروژه به په ښه کیفیت او چټکۍ سره سر ته رسوو. ‏غونډې ته د وینا پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي برنامو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او دا ډول بنسټیزې پروژې د هېواد د کرنیزې ودې او خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهمې دي. د دې پروژې ټولیز لګښت ۲۷۵ میلیونه او ۸۸۷ زره افغانۍ اټکل شوی، چې له هلمند او موسی‌قلعه سیندونو څخه تغذیه کېږي. دا کانال ۱۸ متر مکعبه اوبه په ثانیه کې لېږدوي او د ۲۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. ‏ د [...]

جولای 2nd, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت له لوري په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند رغنیزې چارې پیل شوې

سه شنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ‏د شفلوغ بند رغنیزې چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ، اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ، ځایي مسؤلینو، علماءوو او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.   ‏د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: د حکومتي چارواکو دنده دا ده، چې خپلو ولسونو ته په هره برخه کې خدمت وکړي او هغوی ته سوکالي ور په برخه کړي.   نوموړي همدارنګه د اوبو د راګرځولو او مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ملي پراختیا شرکت هڅه کوي، ورته نورې پروژې هم پلې کړي.   غونډې ته د وینا پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ولس د اړتیاوو درک او د هغوی ستونزو د حل ژمنه لري.   نوموړي زیاته کړه: د شفلوغ بند جوړېدل به د سیمې خلکو ته ګڼې ګټې ورسوي او دغه پروژه به د لوړو تخنیکي معیارونو پر بنسټ پلي شي. دغه راز په دې غونډه کې د ارزګان ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع وویل: اوسمهال افغانانو ته ستر مسوولیت ور تر غاړې دی او هر څوک باید د هېواد د آبادۍ په برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي.   د دې پروژې ټولیز لګښت(۱۶۵) میلیونه افغانۍ اټکل شوی، [...]

جولای 1st, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

۱۲ غبرګولی۱۴۰۴ - د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش‌تېپې کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د دې سترې او ملي پروژې تخنیکي او عملي چارې یې و ارزولې. محترم عطاش د دې سفر په لړ کې د کانال له صفري نقطې څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د کانال بېلابېلې برخې وکتلې او هلته یې له مسؤلینو، انجنیرانو او کاریګرو سره خبرې وکړې. نوموړي لومړی د آمو سیند پر غاړه د کانال د سربند له سیمې لیدنه وکړه، د کار پرمختګ یې و ارزوو او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې کیفیت او سرعت ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دغه راز نوموړي د کانال پر مسیر جوړېدونکي ۱۱ مهم پلونه او د اوبو کنټرولوونکي ساختمانونه هم وکتل او ټینګار یې وکړ، چې د یادو پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو چارې باید پر وخت، له کیفیته ډکې او د خوندیتوب له معیارونو سره سمې ترسره شي. محترم عطاش د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې هم ولیدلې او د روانو کارونو د بهیر د ستاینې ترڅنګ یې ټینګار وکړ، چې د کار پرمهال باید تخنیکي کیفیت، سرعت او د چاپېریال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي. محترم عمومي اجراییوي رئیس همدا راز له کاریګرو سره هم خبرې وکړې، د هغوی هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د لویو پروژو [...]

جون 2nd, 2025|Categories: راپورونه|

د ملي پراختیا شرکت تورخم کې د کډوالو په عمري پنډغالي کې جوړه شوې اداري مجتمع ګټې اخيستنې ته وسپارله

۱۴۰۴ هـ ش د غويي ۲۷مه: د ملي پراختيا شرکت له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د تورخم په عمري پنډغالي کې جوړه شوې اداري مجتمع د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارله. دغه مجتمع يوازې په ۱۵ ورځو کې د مخکې جوړېدونکو قطعاتو په وسیله جوړه شوې او نن د کارونې لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شوه. د یادې اداري مجتمع د پرانېستلو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رئيس، د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د اسلامي امارت مرستیال ویاند او یو شمېر نورو سیمه‌ييزو چارواکو ګډون کړی وو. د ملي پراختيا شرکت عمومي اجراییوي رییس محترم عبد الرحمن عطاش په دغو مراسمو کې وویل، دغه پروژه د ملي شرکت د مسلکي وړتیا، ژمنتیا او چټک عمل ښکارندويي کوي. نوموړي زیاته کړه، د ملي پراختيا شرکت يوازې په عمراني برخه کې نه، بلکې په نورو برخو کې هم کار کوي او یاد ملي شرکت دا ظرفیت لري، چې دغه ډول عاجل کارونه له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې بشپړ کړي. محترم عطاش وویل، سږ کال د ملي پراختيا شرکت ګڼې سترې پروژې لري او د تورخم دغه مجتمع يې د نوي فصل پیل وباله. هغه زیاته کړه، د دې مجتمع ترڅنګ به زر بستر چپرکټونه هم ياد کمپ ته ډالۍ کړي. دغه راز په دغو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی [...]

مې 17th, 2025|Categories: راپورونه|
Go to Top