د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پیل د بنسټ ډبره نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو له لوري په رسمي ډول کېښودل شوه.
په دغو پرتمینو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاستالوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر محترم ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر محترم ملا محمد یونس آخندزاده، د شهیدانو معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید آخند، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د صنعت او سوداکرۍ وزارت مرستیال، د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال، د یو شمېر ولایتونو والیانو او اړوندو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یادې پروژې پر پیل کېدو خوښي وښوده او دا یې د هېواد د صنعتي خپلواکۍ او اقتصادي ثبات لپاره یو ستر ګام وباله.
نوموړي د هېواد پر کورني تولید او د هغې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اقتصادي ثبات لپاره د داسې لویو پروژو پلي کول حیاتي دي.
په ورته وخت کې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د جبلالسراج د سمنټو دا فابریکه په نوې طرحې او پرمختللي ډیزاین سره جوړېږي چې په فعالېدو سره به یې د هېواد د سمنټو اړتیا تر ډېره بریده پوره شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم هېوادوالو ته زیری ورکړ او ویې ویل: «که موږ د خپل هېواد سمنټ ولرو، په دې برخه کې ځانبسیاینې ته رسېږو.»
بل لور ته، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د دغې ملي پروژې او د نورو پروژو د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت هڅې وستایلې.
دغه راز په دغو مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وویل، امارتي شرکتونه اوس د دې وړتیا لري، چې هېواد خودکفایۍ ته ورسوي او زیاته یې کړه چې نننی ګام کولی شي د افغانستان راتلونکی روښانه کړي.
په همدې حال کې د پروان والي مولوي عزیزالرحمن منصور وویل، چې پروان ولایت غني او بډایه طبیعي زېرمې لري. نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.
د یادونې ده چې د جبل السراج سمنټو د تولید دغه دویمه ستره فابریکه په شپه او ورځ (۲۴ ساعتونو) کې د ۵۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید لوړ ظرفیت لري، چې ټوله بودیجه یې د ملي پراختیا شرکت له لوري ورکول کیږي.
