ننګرهار کرنیز وادي( کانال) ته نوی رییس وپېژندل شو
چهارشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۰ د ننګرهار کرنیز وداي ریاست ته نوی رییس ښاغلی محمد بصیرحقیار د یوې پراخې غونډې پرمهال د دغه ریاست کارکونکو او د ننګرهار ولايت مقام ته وپېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه. د پېژندلو په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور، د بشري سرچینو آمر محب الرحمن رحیمي، د کانال مرستیال ذبیح الله فضلي، د ADB مسوولینو او ګڼ شمېر نورو چارواکو او مسوولینو ګډون کړی وه. د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور په یاده غوڼډه کې وویل: ملي پراختیا شرکت رهبري د خپلو تولیداتو زیاتوالي، پراختیا، عوایدو لوړوالي، د بې روزګارۍ د کچې ټيټوالي او د ننګرهار کرنیز ریاست له ځمکو او امکاناتو څخه سالمې ګټې اخستنې ته پوره او جدي پاملرنه لري.
لغمان کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د یوه جومات ودانیزې چارې په بشپړېدو دي
دوشنبه۱۶ وری ۱۴۰۰ د نورو ولایتونو په څیر په لغمان کې هم ملي پراختيا شرکت د جمهوري رياست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ یو دوه پوړ لوی جومات، چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاییدو ظرفیت لري، ودانیز کارونه يي په بشپړېدو دي. یاد جومات د لغمان په مرکز کې په ۱۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ملي پراختیا شرکت د بنائي ساختماني ریاست لخوا ودانېږي. همدا راز په لغمان کې د یادې پروژې سربېره په یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې په جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.
د خوست په مندوزی ولسوالۍ کې یو محراب جومات
شنبه ۱۴ وری ۱۴۰۰ ملي پراختیا شرکت د نورو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو په څير، د خوست په مندوزی ولسوالۍ کې د یو محراب جومات ودانیز کارونه پرمخ وړي. دا جومات چې د لسهاوو تنه لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا او د اودس ځای په څیر به د اړتیا وړ برخې هم ولري، ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزه ریاست پرمخ وړي. ددې جومات ټول ودانیز لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول کیږی او څو میاشتې وروسته به د ودانیزو کارونو له پای ته رسیدو سره پرانیستل شي.
ننګرهار ولایت کې د لوبو د یو باب جمنازیم ودانیزې چارې به ډير ژر بشپړې شي
پنجشنبه۱۲ وری ۱۴۰۰ دا جمنازیم چې په یو وخت کې به له زرو تنو څخه نیولې تر ۱۵۰۰ کسانو د ځاییدو وړتیا ولري، د ننګرهار د خالص بابا فامیلیو په سیمه کې جوړ شوی. ددې جمنازیم ودانیز او تخنیکي کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې ریاست، پرمټ پرمخ وړل شوي او تمه ده چې د پاتې چارو له بشپړیدو سره ډير ژر د دې ولایت د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مالي لګښت د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوی او سربیره په دې، په ننګرهار ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژ هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.
پکتیا کې د جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
چهار شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۰ پکتیا په ځدارنو ولسوالۍ کې د وزې ځدرانو په کلي کې د قومي مشرانو او د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز تصدۍ د مسوولینو په شتون کې د جومات بنسټ ډبر کېښودل شوه. یاد جومات له هغې ډلې جوماتونو څخه دی، چې د ولسمشر په هدایت د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت لخوا جوړېږي.
د قلعه شاهنان په ساحه کې د ډبرینو سړکونو چارې روانې دي
چهارشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۰ د پلازمینې کابل ښار دولسمې ناحیې قلعه شاهنان سیمه کې د ډبرینو سړکونو د جوړولو چارې کارونه په چټکۍ سره روان دي او ډير ژر به دا پروژه بشپړه او خلکو خدمت ته به وسپارل شي. دا پروژه چې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري ډیزاین شوې او د ملي پراختیا شرکت اړوند افغاني ودانیز ریاست ېې عملي چارې پرمخ وړي، د سړک غاړې ته د ویالو د جوړولو او کانګریټ کارونه بشپړ شوي، سړک هوار او اوس پرې د ډبرین فرش کارونه روان دي. د یادونې وړ ده دې پرژوه کې کابو څلورنیم کیلومتره سړک، له پنځو تر لسو مترو پلنوالي سره په اساسي ډول جوړ او په ډبرو پوښل کیږي چې په ترڅ کې ېې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول کاري بوختیا رامنځته شوې او په بشپړیدو سره به ېې د زرګونه کسانو تګ راتګ ستونزې حل شي.