کندهار کې د میر هزار تاریخي جومات د ترمیم او مرمت چارې بشپړې شوي دي
دوشنبه ۹ وری ۱۴۰۰ د کندهار په دویمه ناحیه کې دا تاریخي جومات چې ۷۶۷ متر مربع مساحت لري، د بیارغولو کارونه یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا بشپړې شوې دي. د یاد جومات مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول شوې. ملي پراختیا شرکت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تاریخي آبدې بیارغوي، چې له یوې خوا خلکو ته کاري بوختیا او له بلې خوا د هېواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کېږي.
د ملي پراخیتا شرکت اړوند ننګرهار کانال شرکت د ۹۱ تنو متقاعدو کارکوونکو په ویاړستاینغونډه او مخه ښې مراسم ترسره شوه
یکشنبه ۸ وری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال شرکت د ۹۱ تنو متقاعدو کارکوونکو په ویاړ ستاینغونډه او مخه ښې مراسم ترسره شوه. پدغو ۹۱ تنو کې ۷۴ تنه کارګر او ۱۷ تنه مامورین شامل دي د خپل خواږه عمرزیاته برخه يې د کانال ادارې ساتنې، پالنې او غوړېدا ته کار کړی او خپله خوږه ځواني يې په کې تېره کړې. ننۍغونډه چې د ننګرهار کانال شرکت ریاست انګړ کې جوړه شوی وه ددغې شرکت سرپرست او مرستیال انجنیر ذبیح الله فضلي وویل: ستاسې له برکته نن د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار کانال شرکت ۵۵ زره جریبه ځمکه په واک کې لرو، دغه شرکت به ستاسې کړي خدمتونه هېڅکله هېر نه کړي او ستاسو مشورو او پلانونو ته به د عمل جامه ورپه تن کړي. د متقاعدو مامورینو په استازولۍ د ننګرهار کانال شرکت متقاعد منابع بشري مدیر هدایت الله او د متقاعدو کارګرو په استازولۍ ګل داد خان خبرې وکړې او د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ او ننګرهارکانال شرکت ریاست نه يې مننه وکړه چې زموږ لپاره يې ستاینغونډه او مخه ښې مراسم ترتیب کړي وه، دوي زیاته کړه موږ به لدې وروسته هم خپل مشورې او نظرونه د کانال شرکت د بهبود لپاره د رهبرۍ او اړونده امریتونو سره شرېکوو. د غونډه په پای کې پرمتقاعدو ۹۱ تنو کارکوونکو ستاینلیکونه وویشل شوه او د کارګرو اتحاديي له لوري د ننګرهارکانال شرکت سرپرست ته [...]
د کارموندنې خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د سروی لوړپوړې انجنیر (۴) بستونه اعلان ته سپارلي، په شرایطو سره برابر کسان کولی شي د اعلان خپریدو له نیټې نه تر (۱۰) کاري ورځو پورې؛ خپل لنډ معلومات /CV د ملي پراختیا شرکت د بشري سرچینو ریاست بریښنالیک پتې ته واستوي. د یادو بستونو د دندو لایحې د لیدلو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! https://www.ndc.gov.af/en/jobs/
لوګر کې د مېلمستون ودانیز کارونه روان دي
د ولایت مقام پخواني ودانۍ تر څېرمه د مېلمستون ودانیز کارونه روانې دي. د یاد مېلمستون مالي لګښت د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي او عملي چارې یې د ملي پراختیا شرکت د افغاني تصدۍ لخوا پر مخ وړل کېږي.
د مچلغو بند ودانیز کارونه روان دي
شنبه ۷ وری ۱۴۰۰ د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند ودانیز کارونه روان دي. یاده پروژه د اماني دورې له ماستر پلانونو څخه وه، چې تېر کال د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د ملي پراختیا شرکت لخوا د جموری ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ ودانیز کارونه یې پیل شول. دا بند د ۵ میلیون متر مکعب اوبو د ساتنې ظرفیت لري، چې دا مهال یې ودانیز کارونه یې ۲۰ سلنه بشپړ شوي، همداراز په یاده پروژه کې ۲۷۰ کسان کار کوي. مچلغو بند د هېواد یو ستر ملي او اقتصادي پروژو څخه دی، چې په جوړولو سره یې شاړې ځمکې خړوبه او په زرګونو کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
د پلخمري ښار د اول نمبر برېښنا بند د کانال پاکولو کار روان دی
پنجشنبه د ۱۴۰۰ د وري ۵ مه ملي پراختیا شرکت د پلخمري ښار د اول نمبر برېښنا بند کانال ( اجمیر کانال) د پاکولو کار پیل کړی. یاد کانال ۲۶ کیلو متر اوږدوالی لري، چې په پاکولو سره یې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او د بند توربین د ۹ میګاواټو په ظرفیت سره بېرته فعاله شي. همداراز په دې پروژه کې ۶ د کنټرول دروازې او د ۳۵ متر په اوږدوالي سره اوسپنییز کانکریتي دېوال هم جوړېږي. د یاد کانال عملی چارې د ملي پراختیا شرکت د هلمند ودانیز شرکت لخوا، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت پرمخ وړل کیږي. ملي پراختیا شرکت د اوبو اړوندو پروژو جوړول او تطبیق د خپل کار په لومړیتوبونو کې نیولای او تر اوسه یې په لسګونو داسې پروژې جوړې کړې دي.