د_کار_موندنې_خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د انجنیرۍ (۲۵) بستونه د سړک، د کیفیت د کنټرول، سیفټی، سیول او سروې برخو کې اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لیارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او د اعلان د خپریدو له نیټي څخه تر (۱۰) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
په زنده جان ولسوالۍ کې د خواجه محمد غازي مقبره
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د لرغونو آثارو د بیارغونې چارې روانې دي چې یو له هغوی څخه د خواجه محمد غازي مقبرې بیارغونه ده. د خواجه محمد غازي مقبره چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیز کارونه ېې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا مهال د دی مقبرې ودانیز کارونه په بشپړیدو دي.
د پلټنې عالي ادارې پر تحکیماتو ودانیز کار روان دی
یکشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۰ د پلتنې عالي ادارې د تحکیمات ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا د ملي پراختیا عملیاتي ادارې په مالي لگښت، چې ۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي، په چټکۍ سره روان دي. په یاده پروژه کې د احاطې دیوال، د ننوتلو دروازه، د ساتنې برجونه او جذبي څاه ګانې شاملې دي.
د کنړ ولایت شیگل ولسوالۍ دموڼی کلي جامع جومات
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ دا جومات چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، ډیر زر به یې ودانیزې چارې بشپړي شي او د لمونځ کونکو پر مخ به پرانیستل شي. یاد جومات د کنړ ولایت شيګل ولسوالۍ په موڼۍ کلي کې موقعیت لری، چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتی ادارې لخوا ورکړل کیږی. د دې ترڅنګ د کنړ ولایت په ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا د یو شمیر نورو ودانیزو پروژو، ودانیزې چارې هم روانې دي.
مچلغو د پکتیا د زرغونولو او روښانولو هیله
مچلغو هغه هیله چې یوه پېړۍ وړاندې په اماني دور کې د پکتیا د زرغونتیا او روښانولو په پار پلان شوی وه. یاد پروژه د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د پنځه نیم میلیونه متر مکعب اوبو د ساتنې، د ۲۳۰۰ هکتاره شاړې ځمکې د خړوبول او د ۳۰۰ کیلو واټه بريښنا د تولید په ظرفیت سره د ملي پراختیا شرکت لخوا، د جمهوری ریاست عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي. د مچلغو بریښنا بند چې د هېواد یو له سترو ملي پروژو څخه دی، ودانیز کارونه د سلګونو کارکوونکو پر مټ په شدت سره روانې دي.
ننګرهار کرنیز وادي( کانال) ته نوی رییس وپېژندل شو
چهارشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۰ د ننګرهار کرنیز وداي ریاست ته نوی رییس ښاغلی محمد بصیرحقیار د یوې پراخې غونډې پرمهال د دغه ریاست کارکونکو او د ننګرهار ولايت مقام ته وپېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه. د پېژندلو په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور، د بشري سرچینو آمر محب الرحمن رحیمي، د کانال مرستیال ذبیح الله فضلي، د ADB مسوولینو او ګڼ شمېر نورو چارواکو او مسوولینو ګډون کړی وه. د ملي پراختیا شرکت تجاري مرستیال عبدالمومن منصور په یاده غوڼډه کې وویل: ملي پراختیا شرکت رهبري د خپلو تولیداتو زیاتوالي، پراختیا، عوایدو لوړوالي، د بې روزګارۍ د کچې ټيټوالي او د ننګرهار کرنیز ریاست له ځمکو او امکاناتو څخه سالمې ګټې اخستنې ته پوره او جدي پاملرنه لري.