په کابل کې دسیدالشهدا ښوونځي بیا رغونې کارونه پیل شول
چهار شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ دولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه دسیدالشهدا ښوونځي بیارغونه دملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوه اوټاکل شوې چې ډیر ژریې کارونه بشپړ اود زده کوونکو پرمخ به بیا پرانستل شي. دغه ښوونځی چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري د شنبې ورځ دغویي (ثور) په ۱۸ نیټه د وسلوالو برید لاندې راغی، چې څه د پاسه ۱۰۰ تنه انجونو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د ښوونځي زیاتې برخې یې ونړولې. اوسمهال ددې ښوونځي پر ۸ بلا کونو د بیا رغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغانی و دانیز ریاست له لوري په چټکۍ روان دي.
پکتیا کې ۵۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ تیره ورځ په پکتیا ولایت کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون چې د ملي پراختیا شرکت اړوند د کور جوړونې ریاست له لوري جوړ شوی د یوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پکتیا والي، ولایتي شورا غړو، ګڼ شمير قومي مشرانو، روغتیا پالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه روغتون بیلابیلې څانګې لکه: پرعصري وسایلو سمبال عملیات خونه، بیړنۍ څانګه، لابراتوار، اکسرې، د وینې بانک، درملتون او د ښځینه او نارینه جلاجلا بستر خونې لري، چې مالي لګښت یې د آسیایي پرمختیایي بانک (ADB) له لوري ورکړل شوی. دپرانیستې په مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، چې د یاد روغتون چارې یې په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړې. د یادونې وړ ده چې د کرونا د یو بل سل بستریز روغتون چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته و سپارل شي.
۲۷ بابه جامع جوماتونه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ د ۳۶ بابه جامع جوماتونو رغنیزې چارې،چې په بیلابیلو ولایتونوکې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې وې، ۲۷ بابه یی اوس بشپړې شوي دي. ټاکل شوې ده نن سه شنبې دغویي (ثور) میاشتې په ۲۱ نیټه دجوماتونو اونۍ ته د درناوي په پار دهرات، قندهار، پروان، ننګرهار او په کابل کې د امارات ښارګوټي جامع جوماتونه په آنلاین ډول د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري او ۲۲ بابه نور یې هم مهاله په بیلابیلو ولایتونوکې د والیانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جوماتونه د کابل په ګډون په ۲۵ ولایتونولکه: کندهار، هرات، هلمند، ننګرها، پروان، کاپیسا ، پنجشیر،خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، لغمان، کنړ، نیمروز، زابل، فراه، بلخ، فاریاب، سرپل، سمنګان، جوزجان، کندز، تخار، بدخشان او غزني کې رغول شوي،چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له بودجې څخه ورکړل شوی دی. دیا دونې وړ ده چې په ورته وخت کې دلسګونه بابه نورو جوماتونو رغنیزې چارې په ۳۶ ولایتونوکې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ روانې دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لغمان ولسونو لپاره به ډیر ژر دا جامع جومات دګټې اخیستنې وړ وګرځي
دوشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۰ د لغمان مرکز مهترلام کې به ډیر ژر دا دوه پوړیزه جامع جومات دلمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شي. دغه جامع جومات چې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت پر ۱۶۰۰ مربع متر مساحت کې جوړیږي په یوخت کې به د۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت ولري. ددې جامع جومات ودانیز کارونه دملي پراختیا شرکت دبنائي ودانیز ریاست لخوا په پاخه او اساسي ډول جوړیږي . د یادونې وړده چې په لغمان ولایت کې د یادې پروژې سربیره پر یو ټولنیز سالون او د ولسوالیو په مرکزونو کې پر جوماتونو هم ودانیز کارونه روان دي.
په هرات کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت جامع جومات د ګټې اخیستنې په درشل کې
یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ د هرات ولایت جامع جومات چې د هرات ښار په ۱۱ ناحیه کې موقعیت لري په دوه پوړونو کې پر ۱۶۰۰ مربع مترمساحت ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي. دغه جومات په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځایدو ظرفیت لري، چې د جوړیدو مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او رغنیزې چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند د بنایي ریاست له لوري بشپړیږي. د یا دونې وړ ده چې په هرات ولایت کې ددې جامع جومات ترڅنګ یوشمیر نورې پروژې هم دملي پراختیا شرکت له لوري ترکارلاندې دي، چې په بیلا بیلو ولسوالیوکې د یوشمیر جوماتونو جوړول، دټولنیزوغونډو سالون، دمحصلینو لیلیه، د تاریخي ګدامونو مرمت او یو شمیر نورو تاریخي ځایونو رغولو څخه یې یا دونه کولی شو.
د دهانه تور له بازار څخه دتخنیکي کان تر سوفونو پورې لس کیلومتره سړک جغل اندازي او بیا ورغول شو
یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ دغه سړک دسمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ اړوند د دهانه تور د سکروکان آمریت له لوري جغل اندازي او بیا ورغول شو،دغه سړک ددې ترڅنګ چې دیاد شوي کان څوبرخې له عمومي سړک سره نښلوي،یوشمیر کلي هم د دهانه تور له بازار سره نښلوولي او ددغو سیمو داوسیدونکودتګ راتګ ستونزې یې حل کړي دي. یاد شوی سړک چې دډبرو سکروکان څخه دلوړ تناژ راوړونکو موټر د تګ راتګ له کبله تخریب کیږي هرکال دهانه تور دډبروسکرو کان دآمریت له لوري جغل اندازي او بیا رغول کیږي. ددهانه تور دسکرو کان چې دشباشک دسکرو له کان سره نږدې موقعیت لري چې اوس مهال د ملي پراختیا شرکت کې مدغم شوی دغه شرکت په پام کې لري چې خپل فعالیتونه پراخ اود استخراج او پروسس عصري وسایلو په درلودلو سره دهیواد په دننه کې د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ له هیواده بهر هم صادرات پیل کړي.