کار اعمار بلاکهای الحاقیه لوی څارنوالی جریان دارد
پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۰ کار اعمار بلاکهای الحاقیه لوی سارنوالی به شدت جریان دارد. اعمار این بلاکها ۸ ماه قبل آغاز شده و میعاد زمانی اعمار آن دو سال میباشد که تا حال ۲۶ فیصد پیشرفت داشته است. این بلاکها که مطابق به معیارهای ملی و با عصریترین شکل اعمار میگردد، هزینه آن از طرف اداره انکشاف زون پایتخت پرداخت و کار عملی آن توسط ریاست افغانی شرکت انکشاف ملی به پیش برده میشود. قابل یادآوری است هم اکنون شرکت انکشاف ملی صدها پروژۀ خورد و بزرگ را زیر کار دارد و توانسته برای هزاران نفر فرصتهای شغلی را مساعد سازد.
د_کار_موندنې_خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز ریاست ۲ بستونه د کیفیت د کنټرول انجنیر او سروې انجنیر په برخه کې اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک کړﺉ او اعلان/خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر (۱۰) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
د دارالامان د اداري کمپلکس دجوړیدو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي
چهارشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۰ د دارالامان اداري کمپلکس دهیواد په کچه لوی کمپلکس ده چې اوسمهال یې رغنیزې چارې دملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست له لوري پرمخ روانې دي. دغه ستره ملي پروژه په ملي او نړیوالو معیارونوسمبال، په داسې حال کې رغول کیږي چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او تر دې مهاله یې ۸ سلنه چارې پرمخ تللي دي. ددې اداري کمپلکس د جوړیدو موخه د ټولو دولتي ادارو منسجم کول، هیواد والوته د آسانتیاوو برابرول او د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا ته وده ورکول په ګوته شوي دي.
په بادغیس ولایت کې د ۵۰ بستریز روغتون کارونه دپرمختګ په حال کې دي
دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰ دباد غیس ولایت مرکز قلعه نو ښارکې د ۵۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې روانې دي، چې دکرونا ناروغانو د درملنې سربیره نور روغتیایي خد متونه هم وړاندې کوي، ددې روغتون ۸۷ سلنه کارونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې بشپړ اوګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه روغتون چې دملي پراختیا شرکت اړوند د وړاندې جوړو ودانیزو ټوټو څخه په استفادې رغول کیږي پربیلابیلو برخو سمبال لکه : عملیات خونه،OPD، بیړنۍ څانګه، اکسري، لابراتوار،دوینې بانک، درملتون او نور اړین ملحقات لري. دیادې پروژې مالي لګښت د آسایي پرمختیایي بانک (ADB) لخوا ورکړل شوی او عملي چارې یې دملي پراختیا شرکت د کورجوړولو ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي. ملي پراختیا شرکت ترټولو لوی دولتي شرکت ده، چې همدا مهال د روغتونونو د جوړیدو ترڅنګ د ښوونځیو،جوماتونو،لویوبندونو،دتاریخي ځایونو او کور جوړولو په برخه کې بیلابیلو ولایتونو کې دسلګونو پروژو د رغیدو مسئولیت پرغاړه لري.
د هرات لرغوني جامع جومات دبیا رغونې چارې پرمخ روانې دي
دوشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۰ د هرات ولایت لوی جامع جومات چې د دې ولایت یو له ارزښتمنو او لرغونو آثارو څخه ګڼل کیږي،چې تاریخ په اوږدو کې یې لوړې او ژورې لیدلي او په مختلفو دورو کې څو ځله ترمیم او بیا رغول شوی هم دی. اوس مهال د دې لویې لرغونې ودانۍ د بیارغونې کار او د چت بیارغونه چې د کلونو په تیریدو سره ېې ځیان لیدلی وو او ترمیمولو ته ېې اړتیا وه، د ملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دغه جومات چې د په زړه پورې معمارۍ له امله نړیوال شهرت لري، د تاریخي اصل په ساتلو سره ېې بیا رغنیزې چارې په پوره دقت او احتیاط پرمخ روانې دي. د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله ددې جومات ډیری رغنیزې چارې پرمخ تللي او اوسمهال ېې ګنبدې دسنتي خښتو په کارولو، د گنبدو شاوخوا پلسترکارۍ، دپیپونو نصبول، بریښنایي سیستم، په اساسي ډول دامنیتي کمرو دخونې جوړول او نورو اړینو برخو کارونه روان دي. د هرات ولایت ددې لوی جامع جومات د بیا رغونې څه دپاسه ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت اټکل شوی، چې عملي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز ریاست پرمخ وړي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وس
دفاریاب ولایت سل بستریز روغتون چارې دبشپړیدو په حال کې دي
یکشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت له لوري دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د روغتونونو د جوړیدو په لړ کې د فاریاب ولایت سل بستریز روغتون رغنیزې چارې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیرژربه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه روغتون چې په ټولو روغتیایي معیارونو برابر جوړ شوی د بیلابیلو څانګو لکه: عملیات خونه، OPD، بیړنۍ څانګه، اکسرې، لابراتوار، دوینې بانک او درملتون په درلودلو سره ټاکل شوې، چې دملي پراختیا شرکت له لوري به عملیاتي ادارې او دینامیک ویژن ټیم ته تسلیم شي. د یاد سل بستریز روغتون مالي لګښت د آسیایي پرمختیایي بانک (ADB) له لوري ورکړل شوی او د رغیدو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند د کورجوړلو ریاست پرغاړه وې، چې په ګټې اخیستنې سره به یې د فاریاب ولایت ډیری اوسیدونکو روغتیایي ستونزې هوارې شي.