Loading...
ساختماني راپورونه2020-11-02T14:48:07+04:30

دملي پراختيا شرکت کارکوونکو ته دکرونا ضد واکسين دتطبيق لړۍ پيل شوه

د کرونا/کويد۱۹واکسين د تطبيق په لړ کې او د عامې روغتيا وزارت دهدايت پربنسټ، چې ټول دولتي کارکوونکي بايد دغه واکسين تر لاسه کړي، نن شنبه دروان ۱۴۰۰ لمريز کال دغويي په ۱۸ نيټه دعامې روغتيا وزارت د کار کوونکو له لوري د ملي پراختيا شرکت کارکوونکو ته د کرونا واکسين د تطبيق لړۍ پيل شوه. د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي ډاکټر سعادت خان احمدزی وایي دوي ته د۱۰۰۰ کارکوونکو د واکسين هدف ورکړل شوی تر څو واکسين ترلاسه کړي او په را روانو دوه ورځو کې به د ملي پراختيا شرکت ټول کار کوونکي لومړی دوز واکسين ترلاسه کړي. د احمد زي په وينا ددې واکسين دوهم دوز به يوه مياشت وروسته يو ځل بيا ټولو کار کوونکو ته تطبيق شي. دا واکسین چې دکويشليد Covishield په نوم ده د هند له‌خوا افغانستان ته وړیا ورکړل شوی او ټول ۵۰۰ زره ډوزه دي، چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي.

مې 11th, 2021|Categories: راپورونه|

په نیمروز ولایت کې د سړې خونې د جوړیدو کار پیل شو

شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ ټاکل شوې د نیمروز ولایت په ګمرک کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز شرکت له لوری د ملي سوداګرو لپاره د تجارتي مالونو د ساتنې په موخه معیاري سړه خونه جوړه شي. دغه سړه خونه په ۱۵۰۰ مربع متر مساحت کې، چې مالي لګښت یې د ماليې وزارت پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي د ۹ کاري مياشتو په اوږدوکې به د ملي پراختیا شرکت له لوری جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د افغاني ودانيز شرکت د مسئولينو په وينا د يادې سړې خونې سروې پاي ته رسيدلې او لومړنۍ چارې يې پيل شوې دي. دیادونې وړده، چې له دې سړې خونې څخه به دتجارتي مالونو په ګډون، تازه او وچو میوو اوهمدارنګه د بیلابیلو سبزیجاتو دساتنې په موخه ګټه واخستل شي. په ګمرکونو کې دسړوخونو نه شتون ددې لامل شوی، چې هرکال د ملي سوداګرو مالونه ضایع اوزراعتي محصولات جدي اقتصادي ضربه وویني.

مې 8th, 2021|Categories: جوړول|

په تیریوکال کې لسګونه ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

پنجشنبه ۱۶غویی ۱۴۰۰ ملي پراختیا شرکت دتیر یوکال په اوږدوکې لسګونه ښوونځي په بیلابیلو ولایتونوکې جوړ اوګټې اخیستنې ته سپارلي دي. دغه ښوونځي د مرکز کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونوکې لکه: پنجشیر، سمنګان، بدخشان، هلمند، بامیان، خوست، بلخ، کندز، قندهار، پکتیکا، زابل، میدان وردګ، پکتیا، دایکنډي، بغلان، فاریاب، بادغیس، نیمروز اوغزني کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. ددغوښوونځیو رغنیزې چارې دملي پراختیا شرکت اړوند د کورجوړولو ریاست له لوري د ښارجوړولو اوځمکې وزارت په مالي لګښت رغول شوي،چې د ډیری هغو زده کوونکو ستونزې یې حل کړي،چې تر شنه آسمان لاندې په خړو خاورو او یا تر خیمو لاندې به یې زده کړې کولې.

مې 6th, 2021|Categories: جوړول|

د فراه ولایت په مرکز کې د جامع جومات ودانیز کارونه پشپړې شوې

د فراه ولایت په مرکز کې د جامع جومات ودانیز کارونه پشپړې شوې او دیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد جومات مالي لګښت د جمهوری ریاست عملیاتي ادارې او ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنائي ساختمانی ریاست لخوا پر مخ وړل شوې.

مې 6th, 2021|Categories: جوړول|

په پروان ولايت کې د توغبيردي ښوونځي ودانۍ رغنیزې چارې دبشپړیدو په حال کې دي

چهار شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۰ دپروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند دتوغبیردي ښوونځي ودانۍ چې رغنیزې چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دافغاني ودانیز ریاست له خوا پرمخ وړل کیږي ۹۵٪ سلنه چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ښوونځی پر ۸۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې په دوه پوړونوکې جوړیږي، چې ۱۶ درسي خونې اونور اړین ملحقات لري، چې ډیر ژر به دزده کوونکو پرمخ پرانستل شي. دملي پراختیا شرکت چې د پراختىايي پروژو، اقتصادي ودې د چټکتيا او د دولتي تصدیو د چارو د ښه تنظیم موخه جوړ شوی تردې مهاله یې په بیلابیلو برخوکې لسګونه عام المنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

مې 6th, 2021|Categories: جوړول|

په کابل کې د جنت ګل خان نسایي ولادي روغتون د جوړیدو چارې پیل شوې

۱۴ غویی۱۴۰۰ د کابل ولایت ۱۲ ناحیې اړوند څرخي پله سیمه کې د جنت ګل خان د نسایي ولادي روغتون د جوړیدو چارې پیل شوې. یاد روغتون چې په ملي ستندرد برابر او په ټولو اړینو وسایلو به سمبال وي، پر ۳۱۰۱ مربع متره مساحت ځمکه کې په درېو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي؛ د دوو جلا برخو (ایمرجنسي او بستري) په درلودو سره به ۳۰ بستره او نورې اړوند روغتیايي څانګې ولري، چې اوسمهال یې د کیندنې کارونه پیل او په چټکې پرمخ روان دي. دغه نسایي ولادي روغتون چې یوه ټولګټه پروژه ده، په جوړیدو سره به یې د سیمې د سلګونه اوسیدونکو روغتیايي ستونزې حل شي. دیاد روغتون ټول مالي لګښت چې ( ۲۳۸،۲۴۳،۰۰۰) افغانۍ اټکل شوی، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي او ودانیزې چارې یې د ملي پراختیا شرکت اړوند د افغاني ودانیز شرکت لخوا پلې، چې د ۲۶ کاري میاشتو په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

مې 6th, 2021|Categories: جوړول|
Go to Top