پکتیا کې د ورزشي جمنازیم د جوړیدو چارې بشپړې شوې
دوشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰ پکتیا ولایت کې د ورزشي جمنازیوم د جوړیدو چارې بشپړې شوې او ټا کل شوې چې ډیر ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جمنازیم چې د جوړولو چارې یې دملي پراختیا شرکت اړوند دبنایي ودانیز ریاست له لوري پرمخ وړل شوي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې لخوا ورکړل شوی، چې دجوړیدو چارې یې بشپړې او دپرانیستو په درشل کې ده. یاد جمنازیم چې په څه دپاسه ۲۰۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړشوی په يو وخت کې ۱۵۰۰ تنه نندارچيانو د ځاییدو ظرفيت ولري. دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت د جوماتونو، روغتونونو، اوبو کانالونواو نورو بیلابیلو رغنیزو پروژو ترڅنګ د ورزشي جمنازیمونو جوړلو ته هم پوره پاملرنه کړې.
د کار موندنې خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز ریاست (۲) بستونه په لاندې برخو کې: د تدارکاتو آمر د جنسي محاسبې مدیریت اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لیارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر (۷) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
سږکال به ننګرهار کې د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالی راشي
یکشنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰ د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د خرماوو په حاصلاتو کې به د نورو کالنو په پرته سږ کال درې برابره ډیروالی راشي. د هډې فارم آمر انجنیر سید آغا میاخیل د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس محمد بصیر حقیار ته د هډې فارم څخه د لیدو پرمهال وویل: «سږ کال به د اټکل له مخې د تیر کال په پرتله ددغه بڼ د خرماوو حاصلات درې برابره زیات شی، تېر کال يې حاصلات پنځه ټنه و سږ کال به ۱۵ ټنه ورسیږي.» د خرماوو دغه بڼ چې د هډې فارم په دویم بلاک کې موقعیت لري په ۴۰ جریبه ځمکه کې يې په زرهاوو بوټي کرل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت اړوند ننګرهار وادي کرنیز ریاست په پلان کې لري چې په ۱۸۰ جریبه ځمکه باندي یو بل د خرماوو بڼ هم جوړ کړي.
د کار موندنې خبرتیا
د ملي پراختیا شرکت د بنائي ودانیز ریاست (۴) بستونه په لاندې برخو کې: د لابراتوار انجنیر سوپروایزر د کيفیت د کنټرول انجنیر د سروې انجنیر د فراه ولایت د ابګردان پروژې لپاره اعلان ته سپارلي دي؛ وړ کسان کولی شي د لینک له لیارې د ګمارنې آنلاین فورم ډک او خبرتیا د خپریدو له نیټي څخه تر (۷) کاري ورځو پوري د اعتبار وړ دی. د یادو بستونو د دندو د لایحې لیدلو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ! http://erecruitment.ndc.gov.af
په مقر کې د غازي امان الله خان ماڼۍ کارونه د بشپړیدو په حال کې دي
یکشنبه ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۰ دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ د بیا رغیدو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ماڼۍ چې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري رغول کیږي مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکول کیږي. د غازي امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې له ماڼیو څخه ده چې د تیرو جګړو په لړ کې ویجاړه شوې وه او اوس ېې د بیارغونې کارونه دبشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د غه ماڼۍ غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال کندهارته د تګ -راتګ پرمهال د دمه کیدو په موخه جوړه کړې وه چې په ورته وخت کې به یې په دې ځای کې دخلکو سره له نږدې د دوي ستونزې هم اوریدې.
رحمت الله احمدي د شمال د ډبروسکرو شرکت د سرپرست په توګه وټاکل شو
شنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي له لوري رحمت الله احمدي د شمال د ډبروسکرو شرکت د سرپرست په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ. هغه غونډه چې په همدې موخه د ملي پراختیا شرکت د شمال د ډبروسکرو په شرکت کې نیول شوې وه د بغلان والي محمد اکبر بارکزي، د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي او یو شمیر نورو کارکوونکو ګډون کړی وو. په یاده غوڼده کې ښاغلي احمدي د ملي پراختیا شرکت او حکومت له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په ټول قوت سره به ددې شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کې هڅې وکړي. رحمت الله احمدي د اقتصاد په طبیعی سرچینو Mineral Economic کې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې کړي او د مدیریت په برخه کې له کافي تجربې څخه برخمن ده؛ هغه د معدن او پټرولیم وزارت او نورو بیلابیلو بنسټونوسره په پرمختايي برخوکې څه د پاسه لس کاله کار کړی دی.