هرات ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي سفر
جمعه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰ د ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي مشر عبدالرحمن عطاش، د جمهوري ریاست عملیاتي اداري تخنیکي مرستیال وحید رحمدل، د بنايي ودانیز ریاست رییس سید نیسم خلیق او د شرکت بیلابیلو برخو یو شمیر رییسانو هرات ولایت ته سفرکړي. په دې سفر کې ښاغلي عطاش او ورسره پلاوي د هرات له والي سید وحید قتالي سره ولیدل او د پروژو پراهمیت او ښه تطبیق په اړه يې خبرې اترې وکړي. دغه پلاوي په ورته وخت کې دهرات له جامع جومات څخه چې د هیواد له لرغونو سیمو څخه شمیرل کیږي د لیدنې ترڅنګ ددې ولایت له ګدامونو او نورو نیمه کاره پروژو څخه لیدنه وکړه او د پروژو د ښه تطبیق او ژر بشپړیدو غوښتنه يې وکړه. د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ پلاوی په داسې حال کې هرات ولایت ته سفرکوي چې تیره اوونۍ دغه پلاوي بلخ او ننګرهار ولایتونو ته هم سفرونه درلودل او د پروژو د کار او تطبیق څخه يې لیدنه کړې وه.
دملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس او آمرینو ته لازمې لارښوونې وکړې
پنجشنبه ۱۳ غبرلولی ۱۴۰۰ دملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په لړ کې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس او آمرینو سره دلیدنې په ترڅ کې لازمې لارښوونې وکړې. په دغه لیدنه کې دملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي د کرنیز ریاست له آمرینو او کارکوونکوڅخه مننه وکړه چې ددې ریاست دلا پرمختګ په موخه هڅې کوي. نوموړي ننګرهار کرنیز ریاست په ختیځ کې د اقتصادي ودې یومهم اوحیاتي مرکز یاد کړ او له ټول ټیم څخه یې غوښتنه وکړه؛ ترڅو په بیلابیلو برخوکې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره خدمت ته دوام ورکړي. په پای کې د ننګرهار کرنیز ریاست رییس او مامورینو له ښاغلي عطاش څخه مننه وکړه چې ددوي نظرونه او غوښتنې یې له نږدې واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې دوي به خپلې هڅې دپخوا په پرتله لازیاتې کړي.
د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو
پنجشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت، مالي او اداري معاونیت د ملاتړ ادارې ریاست له لوري د وادنیزو پروژو مدیریت تر نامه لاندي یو ورځنی سیمینار ددي شرکت انجینرانو ته په لاره واچول شو. د ملي پراختیا شرکت ملاتړې ادارې رییس عبدالفتاح مخلص دغه ډول سیمینارونه د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم وبلل زیاته یې کړه " مونږ هڅه کوو ترڅو هغه پروژې چې ددې شرکت له لوري تطبیق کیږي معیاري او د اوسني عصر مطابق وي او دا به هغه وخت شونې وي چې مونږ په دې شرکت کې ژمن او مسلکي کدرونه ولرو". وروسته د سیمینار وړاندې کوونکي انجینر نوید احمد رباني د رهبرۍ او پروژو مدیریت پرلارو چارو ګډونوالوته معلومات وړاندې کړل. دغه راز د ملي پراختیا شرکت د ظرفیت لوړونې مسوول روح الله محمدي ددغه سیمینار موخه د کار کوونکو ظرفیت لوړول او په کم وخت او لږ لګښت سره د ودانیزو پروژو مدیریت او پاي ته رسول یاد کړل. دغه سیمینار په داسې حال کې ترسره شو چې مخکې له دې هم ملي پراختیا شرکت ورته برنامې د کارکوونو د ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچولې دي.
ننګرهار ولایت ته د ملي پراختیا شرکت د رهبري پلاوي سفر
چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د ملي پراختیا شرکت رهبري پلاوي او د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال له یوشمیر پروژو څخه دلیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی. په دغه سفر کې د ملي پراختیا عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش چې عملیاتي او تجارتي مرستیال ریاض الدین شریفي، د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې تخنیکي مرستیال وحید رحمدل او یوشمیر نور رییسان یې ملتیا کوي ننګرهار ولایت ته رسیدلی دی. دغه پلاوي له یوشمیر زراعتي پروژو، ختیځ ۶۰۰ بستریز روغتیایی کمپلکس او د ننګرهار وادي کرنیز ریاست له ځینوبرخو څخه د ليدنې ترڅنګ اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د زراعتي او و دانیزو پروژو کیفیت ته لازمه پاملرنه وکړي. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې څه موده وړاندې یاد شوي پلاوي د هیواد شمال ته له یوشیمر ترکار لاندې پروژو څخه د لیدنې په موخه هم سفر کړی وو.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراييوي رييس د ماليې له سرپرست وزيرسره ولیدل
چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ دملي پراختيا شرکت عمومي اجراييوي رييس عبدالرحمن عطاش نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، سره د مالیې په وزارت کې ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ولایتي محاکمو جوړولو په ملاتړ، د دارالامان په اداري کمپلکس کې د سترې محکمې مرکزي ودانۍ او قضات استوګنیزو بلاکونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په دې ناسته کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرايیوي ريیس د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په پام کې نیولو سره د یادو پروژو د ملاتړ غوښتونکی شو. د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو ملاتړ به د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره په پام کې نيسي.
د رستم تخت احاطوي دیوال د جوړیدو چارې روانې دي
چهارشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د رستم تخت محافظی دیوال چې د سنمګان ولایت مرکز ابیک ښار کې موقیعیت لري د جوړولو چارې يې څه موده وړاندي د ملي پراختیا شرکت د افغاني وادنیز ریاست له لورې پیل شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه دیوال چې ۴۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري چې مالي لګښت ېي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې ورکول کیږي. د یادونې وړده چې دغه تخت د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې د تاریخ له مشهورو ځایونو څخه شمیرل کیږي چې هر کال ګنل شمیر سیلانیان ددې لرغونې سیمې د لیدلو په موخه سمنګان ولایت ته ورځي.