زرنج ښار کې د یو جومات د جوړیدو چارې بشپړې شوې
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ د نیمروز ولایت زرنج ښار کې د جامع جومات جوړیدو چارې بشپړې اوګټې اخیستنې ته چمتو ده. دغه جومات د ملي پراختیا شرکت اړوند بنایي ودانیز ریاست له لوري جوړشوی، چې مالي لګښت یې دجمهوري ریاست عملیاتي ادارې له لوري ورکړل شوی دی. دغه جومات پر ۱۶۰۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړ شوی چې په یوخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو دځاییدو ظرفیت ولري. د زرنج ښار اوسیدونکي ددې پروژې له تطبیق څخه خوښي څرګندوي او په دې ولایت کې د لا نورو عام المنفعه پروژو د تطبیق غوښتنه کوي. د یا دونې وړده چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د هیواد په ۳۶۴ ولسوالیوکې د ورته جوماتونو رغنیزې چارې روانې دي چې یوشمیر یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ جامع جومات جوړیدو چارې ګړندۍ روانې دي
شنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰ د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخیلو کلي کې د یو جامع جومات جوړولو چارې ګړندۍ پرمخ روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه جومات چې پر ۶۲۵ مترمربع مساحت ځمکه باندې جوړیږي په یو وخت کې د۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدظرفیت لري ۶۲ سلنه رغنیزې چارې یې پرمخ تللي دي. د ځنیخیلو کلي جامع جومات دجوړیدو چارې د ملي پراختیا شرکت بنايي وادنیز ریاست له لوري روانې دي چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي اداري لخوا ورکول کیږي. دا په داسې حال کې ده چې دپنجشنبې ورځ دکونړ په مرورې ولسوالۍ کې هم یو جامع جومات جوړ او ددې ولایت مرستیال والي او ولسونو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مرورې ولسوالۍ جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
پنجشنه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د یو محراب جامع جومات جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه جومات چې پر۷۸۰ مترمربع مساحت ځمکه باندې په دوو پوړونو کې جوړ شوی په یو وخت کې د۵۵۰ تنه لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا لري. د مرورې جامع جومات د ملي پراختیا شرکت د بنايي وادنیز ریاست له لوري جوړ شوی چې مالي لګښت يې د جمهوري ریاست عملیاتي اداري لخوا ورکړل شوي دي. دا جومات په داسي حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې د ملي پراختیا شرکت له لورې په ټول افغانستان کې د سلګونو محرابه جوماتونو جوړاو یو شمیر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
کاپیسا کې یوجمنازیم ګټې اخیستنې ته چمتو دی
پنجشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰ د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقی کې د یو ورزشی جمنازیم د جوړیدو چارې بشپړې شوی اوپه نږدې راتلوونکی کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی. دغه جمنازیم چې پر ۲۰۰۰ مترمربع مساحت ځمکه کې جوړ شوی په یو وخت کې د ۱۵۰۰ نندارچیانو د ځاییدو وړتیا لري. د یاد جمنازیم دجوړیدو چارې د ملی پراختیا شرکت اړوند بنایی ودانیز ریاست له لوری پرمخ وړل شوی چې مالی لګښت یې د جمهوری ریاست عملیاتی ادارې لخوا ورکړل شوی دی. د یادونې وړده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د ۲۷ جمنازیمونو د جوړیدو چارې روانې دي چې یو شمیر یې بشپړ او د ځونانو پرمخ د لوبو ترسره کولو په موخه پراینستل شوي هم دي.
د توغبیردي ښوونځی ګټې اخیستنې ته چمتو ده
چهارشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰ د پروان ولایت مرکز چاریکار کې د توغبیردي ښوونځي چارې بشپړې شوي او ډیرژربه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه ښوونځی چې ۶۴۰ متر مربع مساحت لري د ټولو امکانات په درلودلو لکه ۱۶ درسي خونې، د څښلواوبو ذخیره، د ساتونکو لپاره خونې او پیاده روونه په دریو پوړونو کې د ملي پراختیا شرکت افغاني ودانیز ریاست له لوري جوړشوی دی. دا ښوونځی په داسې حال کې پرانستل کیږي چې د ملي پراختیا شرکت له لورې په بیلابیلو ولایتونو کې د یوشمیر نورو ښوونځیو رغنیزي چارې هم روانې دي.
د پکتیا میلمستون جوړولو چارې د بشيړیدو په درشل کې
سه شنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰ د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د یو باب میلمستون د جوړولو چارې د بشپړیدو په حال کې دي چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه میلمستون د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست له لورې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې په مالي لګښت په څه د پاسه ۱۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې، چې ۷۶ د خوب خونې، یوخوړنځای، دغونډو دوه لوی تالارونه، دوه پخلنځایونه، بیلابیلې اداري خونې او ګدامونو لري جوړ شوی چې ډیرژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړده چې په بیلابیلو ولایتونو کې دې ته ورته نور میلمستونونه هم د ملي پراختیا شرکت له لوري دجوړیدو په حال کې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.