Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

زابل ولایت کې د کویډ ۱۹ سل بستره روغتون ساحه تثبیت او ودانیزې چارې ېې پیل شوې

دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹ د کوید ۱۹(کرونا) ناروغۍ دوهمې څپې د ګواښونو د کابو کولو په موخه د څو نورو ولایتونو ترڅنګ، په زابل ولایت کې هم د یو مجهزه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي. دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک(ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي او له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه به په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له دې سره یوځای په هلمند، ارزګان،غور ، پکتیا، دایکندي، سمنګان، بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې هم د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو یو باب روغتونو ودانیز کارونه پیل شوي چې هر یو به ېې بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري. د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت ددې ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او مبارزې په موخه په کابل، هرات، نیمروز، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې څو مجهز روغتونونه جوړ کړي چې ځینې ېې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

نوومبر 9th, 2020|Categories: اعمار, گزارش ها|

د مالټو زرهاوو نیالګي د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند ځمکو کې کینول شول

دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹ ملي پراختیا شرکت پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د بڼدارۍ د پراختیا او نوو بڼونو د جوړولو په موخه په کابو ۴۳هکتاره ځمکه د مالټو په زرهاوو نیالګي کینول. دا نیالګي چې تیره ورځ ددې شرکت د یوشمیر مسئولینو، قومي مشرانو، ځاي استوګنو په شتون کې د ننګرهار کانال (وادي کرنیز شرکت) درېيم فارم کرنیزو ځمکو کې کینول شول او شاوخوا دوه ميلونه افغانۍ پرې لګښت راځي، شمیر ېې شاوخوا ۱۵زرو ته رسیږي. د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مرستيال ذبيح الله فضلي د تازه نیالګیو او باغونو د جوړولو موخه، د میوو له اړخه د هیواد ځانبساینه او له کرنیزو ځمکو څخه مفیده استفاده بولي او وايي چې د ملي پراختیا شرکت په مشرۍ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسئولین هڅه کوي د کانال اړوند ځمکو څخه په ګټورې استفادې سره، د مېوو، غله جاتو او لبنیاتو په تولید کې زیاتوالی راشي. که څه هم چې د افغانستان خاوره او هوا هر راز کرکیلې ته مناسبه ده؛ مګر لا هم د اړتيا وړ خوړن توکي او تازه مېوې له نورو هېوادونو څخه را واردیږي، خو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خپلو پراختیايي پلاونونو په عملي کولو سره هڅه کوي په اړوند برخو کې په پردیو اتکا راکمه او له منځه ېې یوسي.

نوومبر 9th, 2020|Categories: راپورونه, وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

دایکندي ولایت کې به ډير ژر یو باب معیاري روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت لخوا دایکندي ولایت کې یو باب روزنتون تر ودانیزو چارو لاندې دی چې کارونه ېې نږدې بشپړ او څه موده وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا روزنتون چې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ، له وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړ شوی؛ دمګړۍ ېې بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا، کاشي کارۍ، اوبو رسونې، رنګ او نورو اړوندو چارو کارونه پیل شي. یتیمانو او د بیوزلو کورنیو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره دا روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی، خوړنتون او کلنیک لري چې له پرانیستو سره به ېې نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې او نورو اړینو چوپړتیاوو د رسولو زمینه مساعده شي. له دې ولایت سربیره د ملي پراختیا شرکت لخوا په جوزجان، نورستان، لوګر او تخار ولایتونو کې په یو یو باب روزنتونو ودانیزې چارې روانې دي چې ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي.

نوومبر 9th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

فاریاب ولایت کې، د چهارتوت متوسطه ښوونځي ودانۍ

دا ښوونځی چې لس ټولګي لري او په دوه پوړونو کې ودان شوی، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري. ددې ښوونځي ودانیزې او تخنیکي چارې د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست، د فني ټیم لخوا پرمخ وړل شوي.

نوومبر 9th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

د پلازمینې کابل په بي بي مهرو سیمه کې د دریو جوماتونو د جوړیدو کارونه بشپړیدو ته نږدې دي

یکشنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۹ د بی بی مهرو غونډۍ چې یو له پیژندل شوو او تاریخي غونډیو څخه ده او د پلازمینه کابل د مرکز شمال لور ته موقعیت او ډيرې کورنې په کې شتون لري؛ هلته د ملي پراختیا شرکت لخوا د دریو جوماتونو ودانیز کارونه بشپړیدو ته نږدې شوي چې ډير ژر به پرانیستل شي. د امیر حمزه (رض) او نور په نوم جوماتونه په یو پوړیز او د امام حسن (رض) په نوم بل جومات په دوه پوړیز شکل جوړ شوی. ددې جوماتونو ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا د لسهاوو ماهرو او غیرې ماهرو کارګرو پرمټ د ودانیزو معیارونو په پام کې نیول سره پرمخ وړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د ملي پراختیا شرکت د بیلابیلو ودانیزو ریاستونو لخوا، په لسهاوو ودانیزو پروژو کارونه روان او څه ېې د بشپړیدو په حال کې دي، چې خلک ورڅخه خوښ او هرکلی ېې کوي.

نوومبر 9th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

پروان ولایت کې د نوآباد توپ درې

پروان ولایت کې د نوآباد توپ درې ښوونځی چې د ملي پراختیا شرکت د کورجوړونې ریاست لخوا جوړ شوی.

نوومبر 9th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top