کندهار کې د میر هزار تاریخي جومات د ترمیم او مرمت چارې بشپړیدو ته نږدې دي
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۹ د تاریخي آبدو، ترمیم، بیارغونه او ساتنه ملي وجیبه ده، نو په همدې موخه د هیواد په یو شمیرو ولایتونو کې په ځينو تاریخي او لرغونو ودانیو او آبدو د بیارغونې کارونه روان دي. یو له دې تاریخي آبدو څخه په کندهار ښار کې د میر هزار جومات دی چې ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي. دا لرغونی جومات چې د کندهار ښار دویمه ناحیه کې موقعیت او ۷۶۷ متر مربع مساحت لري، د څه کم ۱۳میلیونه افغانیو په مالي لګښت چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لخوا ورکول کیږي بیارغول کیږي او ډیر ژر به ېې کارونه بشپړ شي. د ملي پراختیا شرکت د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو سربیره، د تاریخي آبدو د بیارغونې چارې هم پرمخ وړي، چې له یوې خوا خلکو ته د کاري بوختیا او له بل پلوه د هیواد د آبادۍ او تاریخي هویت د ژوندي ساتلو لامل کیږي.
د بګرامي ښارګوټي استوګنې اپارتمانو واحدونه
د مرکز ګرمۍ، بریښنا او د اوبو رسولو په منظم سیستم سمبال؛ د لوی جومات، ښوونځي، سوداګریز مارکیټ، پراخه پارکینګ درلودونکی او عامه سړک ته نږدې موقعیت لري. پنځه خوني او درې خونې واحدونه لري پته: کابل - بګرامي - د بګرامي ښارګوټی د اړیکو شمیرې: 0783369683 -0706667915
د عصري ټکنالوژۍ د زدکړې په موخه د بغلان أبو مسلم خراساني ښوونځی به په کمپیوټر لب سمبال شي
چهار شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۹ په عصري ټکنالوژۍ د زده کوونکو د سمبالتیا په موخه به، د بغلان ولایت أبو مسلم خراساني ښوونځی ډير ژر په کمپیوټر لب سمبال شي او ډير ژر به زدکوونکي ورڅخه د زدکړو په برخه کې کار واخلي. دمګړۍ دې ښوونځي کې د بریښنا لپاره سولرونه، بطرۍ، میزونه، څوکۍ او نور اړونده وسایل نصب شوي چې د کمپیوټر زدکړۍ د درسي خونې لپاره اړین دي. یاده پروژه د جمهوري ریاست د ملي پرختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پلې شوې او یو شمیر نورو ولایتونو کې به هم ډير شمیر ښوونځي په کمپیوټر لبونو سمبال شي.
کاپیسا ولایت کې به ډير ژر ورزشي جمنازیم پرانیستل شي
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹ کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي کې د ورزشي لوبو د ترسره کولو، د ورزشکارانو او د لوبو د نندارچیانو د هوساینې لپاره د لوبو په یو باب جمنازیم د جوړولو چارې روانې دي. دا جمنازیم به په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ځائیدو وړتیا ولري او همداراز کیدای شي ورڅخه د کنفرانسونو د تالار په توګه هم کار واخیستل شي. ددې ورزشي جمنازیم ودانیز کارونه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایي ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي.
بامیان ولایت یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ کې د جومات ودانیزې چارې ښې روانې دي
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹ د بامیان ولایت د یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ مرکز کې د النبین په نوم د یو محراب جومات ودانیز کارونه په ښه توګه روان دي، چې له بشپړیدو سره به ېې د سیمې د خلکو اړونده ستونزې حل شي. دا جومات د هغو ۳۷۷محرابه جوماتو څخه یو دی چې د ټول هیواد د ولسوالیو په کچه د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت لخوا ودانیږي. ددې جومات ودانیز او تخنیکي کارونه چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، دمګړۍ ېې د تهکوۍ د پوښښ لپاره د قالب بندۍ او سیخ بندۍ ترڅنګ د منار جوړولو کارونه روان دي. د یادونې وړ ده چې دا مهال د ملي پراختیا شرکت له لوري په ټول هیواد او ولسوالیو کې لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو ودانیز کارونه روان دي چې زرهاوو تنه پکې په کار بوخت دي.
د کابل چهار آسیاب ولسوالۍ د ۵۰ بستره روغتون کارونه بشپړیدو ته نږدې دي
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا پراختیا شرکت د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې یو باب ۵۰بستریز روغتون ودان کړی چې ودانیز کارونه ېې بشپړیدو ته نږدې شوي دي. دا روغتون چې په ۲۲۰۰متر مربع مساحت ځمکه کې په یو پوړیز شکل د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا جوړیږي؛ د ایمرجنسي، اکسرې، لابراتوار، د بستر ۵۰ خونې، عملیات خونه او درملتون برخې لري. د چهار آسیاب ولسوالۍ ۵۰ بستره روغتون په کابل ولایت کې د کویډ ۱۹ د پنځو روغتونو له ډلې څخه یو دی چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت لخوا پلي کیږي.






