کنړ ولایت کې د لوبو په جمنازیم ودانیز کارونه روان او په لنډ وخت کې به پرانیستل شي
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۳۹۹ د لوبو دا جمنازیم چې د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد کې جوړیږي او د ورزشي لوبو، لوبغاړو او مینوالو ته به د هوساینې او آسانتیاوو لامل شي، له لس سلنه پاتې ودانیزو چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي. دا پروژه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت دبنايي ودانیز ریاست لخوا جوړیږي. یاده دې وي دا مهال د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت له لورې له یو یو محراب جومات سربېره، د اسعد آباد په ۲۰۰ بستریز روغتون، سید جماالدین افغان پوهنتون کې په لیلېې او ځینو نورو پروژو کارونه روان دي چې بشپړیدو سره به ېې په اړوند برخو کې خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي
د ننګرهار ولایت هسکه مينه ولسوالۍ کی د جودره کلۍ جومات
دا جومات د هغو ۳۷۷محرابه جوماتو څخه یو دی چې د ټول هیواد د ولسوالیو په کچه د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست لخوا جوړیږي.
پروان ولایت کې د امام ابو حنیفه (رح) د مهد علمي کمپلکس، ودانیزې چارې د جومات د بنسټ ډبرې په کیښودو سره پيل شوې
شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹ پروان ولایت کې د امام ابو حنیفه (رح) په پلارني کلي خواجه سیاران کې د امام ابو حنیفه د مهد علمي کمپلکس، ودانیزې چارې د یو باب لوی جومات د بنسټ ډبرې په کیښودو سره پیل شو چې ټولټال ۵۶ میلیون افغانۍ پرې لګښت راځي. دا جومات چې د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ په دوه پوړیز ډول په ۹۰۰ مربع متره مساحت ځمکه کې جوړیږي او په یو وخت کې به د ۱۵۰۰تنو لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا ولري، ودانیزې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي. د امام ابو حنیفه (رح) د مهد علمي کمپلکس چې ۱۲جریبه ځمکه کې جوړیږي او پکې به مدرسه، لیلیه، کتابتون او نورې اړوند او اړینې څانګې هم شتون ولري، دمګړۍ هلته یواځې په جومات، اودس ځای او احاطوي دیوال کارونه پيل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د دې جومات له جوړولو سربیره پروان ولایت مرکز کې په یو بل لوی جومات، د محصلینو لپاره په لیلیې، ټولنیز صالون او د لوبو د جمنازیم په څير په څو نورو پروژو د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي چې د ځينو کارونه ېې بشپړیدو ته نږدې دي.
محمد ظریف ستانکزی د ملي پراختیا شرکت د داخلي پلټنې د رییس په توګه وګمارل شو
شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د وړاندیز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ ښاغلی محمد ظریف ستانکزی په فوق رتبه کې د ملي پراختیا شرکت د داخلي پلټنې د رییس په توګه معرفي شو. ښاغلی ستانکزی نن شنبه د ۱۳۹۹کال د لړم میاشتې په ۲۴ نیټه، د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو د انسجام او پراختیا د مرستیال ښاغلي عبدالمومن منصور لخوا ددې شرکت یو شمیر لوړ پوړو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د یادونې ده د ملي پراختیا شرکت د داخلي پلټنې رییس ښاغلي ستانکزي تر دې وړاندې د پلټنې عالي ادارې د حکومتدارۍ د سکتور او د قانون د ټینګښت، د مالېې وزارت د پلټنې د عمومي او د ملکیتونو د لوی رییس په توګه دندې ترسره کړي او د دوکتورا تر کچې لوړې زدکړې او د حقوقي پلټنو په برخه کې پخه تجربه لري؛ ګمارل ېې کولی شي د ملي پراختیا شرکت په ادارو کې د سمونونو په راوړو، د چارو د همغږۍ او ښه مدیریت او په ټوله کې ددې شرکت ستراتیژیکو موخو ته د لاسرسي په برخه کې ګټور واقع شي.
د نورستان ولایت واما ولسوالۍ مرکزي جومات
ددې جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي
په غور ولایت کې د یو باب سل بستره روغتون ودانیزې چارې روانې دي
شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹ د کوید ۱۹(کرونا) ناروغۍ دوهمې څپې د ګواښونو کابو کولو په موخه د څو نورو ولایتونو په څیر، په غور ولایت کې هم د یو مجهزه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي دي. دا روغتون چې د آسیا پراختیايي بانک(ADB) په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا د وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې جوړیږي، په څو میاشتو کې به ېې ودانیز کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له جوړیدو سمدستي به دا روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزې او درملنې په موخه، په عصري روغتیايي وسایلو سمبال شي او د سل بستره ظرفیت په درلودو به، بیلابیلې روغتیايي، تشخیصیه او اړتیا وړ څانګې ولري.






