Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

په فاریاب ولایت کې یو باب ټولنیز صالون چې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه ۲۸ لړم۱۳۹۹ د هیواد په کچه د ملي پراختیا شرکت لخوا په لسهاوو ودانیزو او ټولګټو پروژو کارونه روان دي؛ یو له هغوی څخه فاریاب ولایت کې ټولنیز صالون دی چې تیره ورځ پرانیستل شو. دا صالون چې د ۱۰۰۰کسانو د ځاییدو وړتیا لري او په یو پوړیز شکل په ۶۹۰متره مربع مساحت ځمکه کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي لګښت، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز تصدی لخوا ودان شوی، خلک به د ټولنیزو ناستو، سیمیزو جرګو او نورو اړوند برخو کې ورڅخه کار واخلي. یاد ټولنیز صالون د فاریاب ولایت میمنې ښار دریمه ناحیه کې، د پوهنتون انګړ کې جوړ شوی او ددې سربیره د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو نورو ودانیزو پروژو هم کارونه روان دي چې یو له بل پسې به ېې کارونه بشپړ او د خلکو چوپړ ته به وسپارل شي.

نوومبر 18th, 2020|Categories: جوړول|

کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې په یو محراب جومات ودانیز کارونه روان دي

چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۹ د کاپیسا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په یو شمیر ودانیزو پروژو کارونه روان دي چې یو له هغوی څخه، تګاب ولسوالۍ کې جومات دی. دا جومات چې په ۵۴۰ مترمربع سیمه کې په ۸ ضلعي شکل کې جوړیږي او د ودانیزو چارو لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له بودجې څخه ورکول کیږي، ودانیږې او تخنیکي چارې ېې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي. دمګړۍ د جومات د بیلابیلو ودانیزو چارو ترڅنګ، د اودس ځای او منارونو ودانیز کارونه روان دي او د پاتې ودانیزو او تخنیکي چارو له بشپړیدو وروسته به پرانیستل شي.

نوومبر 18th, 2020|Categories: جوړول|

د کنړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې جومات

سه شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۹ ددې جومات ودانیزې چارې د ملي پراختیا شرکت، د بنايي ودانیز ریاست پرمخ وړي. دمګړۍ ددې جومات په ودانیزو کارونو کې ښه پرمختګ شوی او د پاتې چارو له بشپړیدو سره سم به پرانیستل شي.

نوومبر 17th, 2020|Categories: جوړول|

لوګر ولایت کې یو باب معیاري روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

سه شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست لخوا لوګر ولایت کې په یو باب روزنتون ودانیز کارونه روان دي چې څه موده وروسته به ېې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا روزنتون د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ، له وړاندې جوړو ودانیزو قطعاتو څخه په استفادې د ملي پراختیا شرکت لخوا د لوګر مرکز پل علم ښار کارته مامورین سیمه کې جوړیږي؛ دمګړۍ ېې اساسي ودانیز کارونه بشپړ شوي او د بریښنا، کاشي کارۍ، اوبو رسونې او رنګ په څير پاتې کارونه به ېې هم په نږدو کې بشپړ شي. یتیمانو او د بیوزلو کورنیو ماشومانو د روزنې لپاره دا روزنتون لیلیه، ښوونځی، خوړنتون او کلینیک لري او له پرانیستو سره به ېې نږدې ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې او نورو اړینو چوپړتیاوو زمینه برابره شي.

نوومبر 17th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

کندهار کې د آسان خدمت د عامه چوپړتیاوو مرکز د ترمیم او بیارغونې چارې

دوشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۹ د عامه خدمتونو د پروسو را لنډولو، برېښنايي کولو او تر یوه چتر لاندې راټولولو په موخه، د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۹مه، د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې خپل مرکزونه (آسان خدمت څانګې) ولایتونو ته وغځوي. په همدې موخه کندهار ولایت کې د آسان خدمت د عامه چوپړتیاوو ودانۍ د ترمیمولو تړون د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست سره ترسره شو چې دا مهال پرې ودانیز کارونه روان دي. دا ودانۍ د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په مالي ملاتړ د څه کم ۳۴میلیونه افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې جوړیږي چې شاوخوا ۳۶ اداري او اړتیا وړ خونې لري او په پرمختللې ټکنالوجي به سمبال وي. همداراز د یادونې وړه ده چې دمګړۍ په کندهار ولایت کې د ملي پراختیا شرکت لخوا په څو لویو ودانیزو پروژو کارونه روان دي، چې د ځينو ودانیز کارونه به ېې په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

نوومبر 16th, 2020|Categories: بیارغونه|

ننګرهار ولایت د ځمکو او قوالو ریاست نوې ودانۍ

ننګرهار ولایت د ځمکو او قوالو ریاست نوې ودانۍ چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیز ریاست لخوا ېې ودانیزې چارې سر ته رسول شوي، ګټې اخیستنې ته چمتو ده او ژر به پرانیستل شي.

نوومبر 16th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top