Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ کی د کجوری ملاصيب جومات

یکشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۹ دا جومات د هغو ۳۷۷محرابه جوماتو څخه یو دی چې د ټول هیواد د ولسوالیو په کچه د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنایی ودانیز ریاست لخوا جوړیږي.

نوومبر 23rd, 2020|Categories: جوړول|

پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتونو کې انتظار خونې پرانیستل شوې

شنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۹ پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار او خیرکوټ ولسوالۍ مرکزي روغتونو کې د ناروغ لرونکو د تم کیدو او هوساینې په موخه یو باب انتظار خونه د دوانیزو چارو له بشپړیدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تیره اونۍ پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پرانیستو په مراسمو کې د پکتیکا والي ‌ډاکټر مجیب الرحمن "څمکني" دولایتي شورا وکیلانو، چارواکو اوقومي مشرانو ګډون کړی وو، چی د والي په ګډون ډير شمیرو، ددې پروژې د کار دښه او معیاري کیفیت څخه ستاینه وکړه. یادې انتظار خونې هره یوه ېې په۳۵۰متر مربع ځمکه کې ودانه شوې او په یو وخت کې د نارینه او ښځينه وو لپاره د جلا جلا برخو په درلودو، د ۲۵۰تنو د ځائیدو ظرفیت لري. ددې انتظار خونو ودانیز کارونه د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ پرمخ وړي او مالي لګښت ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا ورکول شوي دي.

نوومبر 21st, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

پکتیا ولایت کې د پوهنتون د دوه بابه لیلیو کارونه په بشپړیدو دي

پکتیا ولایت پوهنتون کې د محصلینو د اوسیدو ستونزې د حل په موخه، دوه بابه لیلېې تر ودانیزو چارو لاندې دي. دا لیلېې چې د ملي پراختیا شرکت د بنايي تصدۍ لخوا ېې ودانیز کارونه پرمخ وړل کیږي، هره یوه ېې په ۶۶۰۰ متر مربع ځمکه کې، په پنځه پوړیزه توګه ودانیږي. ددې لیلیو سربیره چې په پرانیستو سره به ېې پوهنتون کې زکړالیانو ته د اوسیدو په برخه آسانتیا رامنځته شي، پکتیا ولایت کې په څو نورو ودانیزو پروژو هم د ملي پراختیا شرکت لخوا کارونه روان دي.

نوومبر 21st, 2020|Categories: جوړول|

د ملي پراختیا شرکت کابل پوهنتون کې د وروستي برید له امله رامنځته شوې ویجاړې په چټکۍ سره ورغولې

جمعه ۳۰لړم ۱۳۹۹ لکه څنګ چې اړتیاوه څو د پوهنې بڼ بیرته خپل لمړي حالت ته ننوځي او د باروتو بوی او د مرمیو ویجاړې او اثار ېې له منځه ولاړ شي، د ولسمشر په لارښوونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مرسته، د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست ټیم لاس په کار شو او د زدکړو ډګر ېې بیرته ورغوه. دیادونې وړده چې د کابل په پوهنتون د څو اونې وړاندې برید کې چې له شاوخوا پنځوس څخه د ډیرو محصلینو او غیرې پوځي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو، تر څنګ ېې د پوهنتون د حقوقي زدکړو ملي مرکز هم ډیر ځیان لیدلی وو چې بیارغونې ته ېې اړتیا درلوده. دمګرۍ ویجاړ شوي ځایونه، خونې او ودانۍ له رغونې وروسته، د زدکړو او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي دي.

نوومبر 21st, 2020|Categories: بیارغونه|

بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې لس صنفي ښوونځی

پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د لس ټولګي درلودونکي ښوونځي ودانیز کارونه بشپړ کړي دي. دا ښوونځی د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ریاست له لورې په څه کم۱۰۰۰متره مربع مساحت ځمکه کې په دوه پوړیز شکل ودانه شوې چې لسهاوو زده کوونکو ته ېې د زده کړې زمینه برابره کړې ده. د یادونې وړ ده ددې ښوونځي په جوړیدو سره په سیمه کې پراته خلک له دې څخه خوښ دي چې ماشومانو ېې د پوهنې له رڼا څخه برخمند کیږي.

نوومبر 21st, 2020|Categories: راپورونه|

پکتیکا ولایت یو باب ښوونځی د ودانیزې چارو له بشپړېدو وروسته پرانیستل شو

پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۹ د هیواد هر ګوټ ته د زده کړو لمن غوځولو او ماشومانو او تازه ځوانانو ته د درسې زمینې برابرولو په موخه په ډیر شمیر ولایتونو کې د ښوونځیو په جوړیدو کارونه روان دي او څه ېې بشپړ شوي هم دي. یو له دې ښوونځیو څخه چې ودانیز کارونه ېې د ملي پراختیا شرکت پای ته رسولي پکتیکا ولایت مرکز مقربخېل کلي د مدینه په نوم ښوونځی دی، چې تیره ورځ د پکتیکا د والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني او یو شمیر نورو مسؤلینو لخوا د پټي په پرې کولو سره د پوهنې ریاست ته په رسمی ډول وسپارل شو. دا ښوونځی چې اته ټولګي او نورې اړوند او اړینې څانګې لري، پکتیکا ولایت د هغه څلور بابه ښوونځيو له ډلې یو دی چې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا جوړ شوی. د یادونې وړ ده چې پکتیکا ولایت کې د یاد ښوونځي سربیر درې بابه نور ښوونځي چې دمګړۍ پرې کارونه روان دي هم پرانیستو ته نږدې دي.

نوومبر 21st, 2020|Categories: راپورونه|
Go to Top