Loading...
ساختماني راپورونه2026-05-09T15:31:14+04:30

د بنايي ښارګوتي ودانیزې چارې په چتکۍ سره پرمخ راونې دي

پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۳۹۹ ددې پروژې ودانیزې چارې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت لخوا په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پیل شوې، خو د یو لړ لاملونو له امله ېې کارونه په ټپه ودریدل، چې په ورستیو کې یې بیاځلي کارونه د ملي پراختیا شرکت لخوا پیل شول. د بنايي ښارګوټي په نوم دا پروژه چې کارونه ېې هم د ملي پراختیا شرکت د کور جوړونې ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي، د پلازمېنې کابل ښارد بګرامیو په سیمه کې موقعیت لري او د ۴۰ بلاکونو له ډلې چې د جوړولو پلان ېې شته په ۱۱ېې کارونه پیل شوي او د پاتې نورو ودانیزې چارې به یې هم په راتلونکو کې پیل شي. یاد بلاکونه چې له تهکوۍ سره په ۱۰ پوړونو کې ودانیږي؛ درې اطاقه اوپنځه اطاقه دي او د مرکز ګرمۍ او لیفت سیستم سربیره پکې، جوماتونه، ښوونځی، وړکتون، روغتیایي کلینک، تفریحي پارک، د ورزشي لوبو ځایونه او څلور پوړیز سوداګریز مارکیټونه هم شامل دي. د یادونې وړ ده دمګړۍ په دې ښارګوټې کې شاوخوا ۲۰۰تنه ماهر او غیرې ماهره کسان په کار بوخت دي او همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا پلازمینه کابل کې په نورو پراختیايي پروژو هم کارونه روان دي چې زرهاوو تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

نوومبر 5th, 2020|Categories: جوړول, راپورونه|

د لوی څارنوالۍ د الحاقیه بلاکونو د جوړولو کارونه روان دي

چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۳۹۹ د لوی څارنوالۍ د درې الحاقیه بلاکونو ودانیزې چارې چې د ملي پراختیا شرکت د افغاني ودانیز ریاست لخوا پرمخ وړل کیږي په ښه توګه پرمخ روانې دي. دا بلاکونه چې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له لوري طرحه، ډیزاین او تمویلوېږي، او ۲۷۵ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، ودانیز کارونه به ېې څه کم دوه کاله وخت ونیسي خو د ملي پراختیا شرکت ژمن دی چې د ودانیزو معیارونو په پام کې نیولو سره ېې هر څه ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري. دې عدلي بنسټ لپاره ددې اداري کمپلکس جوړیدل او درلودل خورا اړین بلل کیږي چې له جوړیدو سره به په اداري امکاناتو او تجهیزاتو سمبال شي او تر ډير بریده به اړونده اداري کارونه په آسانتیا سره ترسره شي. دمګړۍ دیادو ودانیو په بیلابیلو برخو او پوړونو کې مختلفه ودانیزې او تخنیکي چارې روانې دي چې لسهاوو تنه پکې په کار بوخت دي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: راپورونه, وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د ننګرهار کانال شرکت او ډنمارک دکډوالوادارې موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۳۹۹ د ملي پراختیا شرکت اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مرستیال انجینر ذبیح الله فضلی او د ډنمارک د کډوالو اداری د معیشت څانګې مسئول انجنیر حزب الرحیم ترمنځ د دریم فارم د کانالونو د پاکولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو. د ډنمارک دکډوالو موسسه (DRC) چې په ۲۰۱۱زیږدیز کال کې ېې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ، په هیواد کې د ګډوالو او بیرته راستنیدونکو، بیځایه شوو او جګړه ځپلو سره بیلابیل ډوله مرستې کوي. په یاده پروژه کې د کانال پاکولو بدل کی خلکو ته پیسې ورکول کیږي؛ له یوې خوا کار او له بل اړخه به کانال پاک شي او څه کم ۱۰۰تنه به په کار وګمارل شي چې د یوې میاشتې لپاره به دوام وکړي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: راپورونه, وادي ننګرهار کرنیز شرکت|

د افغانستان د خوندي سندونو د مطبعې ودانۍ کاري بهیر روان دی

چهارشنبه ۱۴لړم ۱۳۹۹ دا ودانۍ چې د کابل ښار اوومې ناحېې په جنګلک سیمه کې جوړیږي او شاوخوا پنځه نیم میلیارده افغانۍ پرې لګښت راځي د جمهوري ریاست ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې له لوري ورکول کیږي او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا شرکت پرمخ وړي. د خوندي سندونو د مطبعې د ماشینري، تخنیکي او کاري وسایلو لګښت چې شاوخوا ۳۱.۱ میلیونه یورو کیږي د المان هیواد لخوا ورکول کیږي؛ فعالیت به ېې د اسنادونو د چاپ او ساتنې په برخه کې هیواد په ځان بسیا کړي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|

جوزجان ولایت کې د روزنتون چارې په بشپړېدو دي

سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹ دا روزنتون چې د جوزجان ولایت د ملي پراختیا شرکت، د کور جوړونې ریاست لخوا ودانیږي، کارونه به ېې ډير ژر بشپړ شي. ددې روزنتون ودانۍ له وړاندې جوړو قطعاتو څخه په استفادې، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، دمګړۍ بنسټیزې چارې بشپړې شوي او ډير ژر به ېې د بریښنا سیستم، کاشي کارۍ، اوبو رسونې او رنګ چارې پیل شي. د یتیمانو او بیوزلو لپاره روزنتون یوه لیلیه، شپږ صنفه ښوونځی او کلنیک لري او له پرانیستو سره به ېې کابو ۲۵۰ تنه ماشومانو ته پکې د روزنې، لیلیې، وړکتون، خوړنتون او هر ډول اړوند لازمي اسانتیاوي موجودې وي. همداشان د ملي پراختیا شرکت لخوا دمګړۍ له جوزجان سربیر، په نورستان، لوګر، تخار او دایکندي ولایتونو کې د روزنتونو په جوړولو چارې روانې دي.

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کوچني کاریز ښوونځی

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کوچني کاریز ښوونځی

نوومبر 4th, 2020|Categories: جوړول|
Go to Top